افغانستان

امریکا افغانستان ته د ۵۰۰۰ نورو عسکرو پر لېږلو باندي غور کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ غویی، ۱۳۹۶): د ټرمپ په مشري د امریکا نوې اداره پر یوه نوي پلان غور کوي چې له مخې به یې ۵۰۰۰ نور عسکر افغانستان ته را لیږل کیږي.

د ملیټري ټایمز په نامه امریکايي رسنۍ د خبر سره سم د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکې ورته ویلي چې په اوس وخت کې د ۳۰۰۰ څخه بیا تر ۵۰۰۰ نورو عسکرو پر لیږلو باندي غور روان دی تر څو د افغان دولتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو پر ضد په جګړه کې برخه واخلي.

دغه سرچینې ویلي چې پر دې سربېره د القاعده او نورو «تروریستي» ډلو د له منځه وړلو لپاره به هم یو شمېر اضافي عسکر ولیږل شي خو د هغو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

ددې تر مخه د رویټرز خبري اژانس او واشنګټن پوسټ هم د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ تر منځ د اضافي عسکرو خبرونه د خپلو سرچینو په حواله ورکړي وه خو د ملیټري ټایمز اژانس چې د امریکا پر نظامي چارو راپورونه ورکوي، وايي د دفاع وزارت جګپوړي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط یو ځل بیا دغه خبرونه تایید کړي دي او زیاته کړې چې سپینه ماڼۍ کیدای شي د نوي ستراتیژي او اضافي ځواکونو اعلان د ناټو هیوادونو سره په ګډه غونډه کې وکړي چې د مئي میاشتي پر ۲۵مه نېټه تر سره کیږي.

همدې اژانس ته د افغانستان د دفاع وزارت څخه یوه چارواکې هم د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې ناټو اوس مهال د ۱۳۰۰۰ نورو ځواکونو پر پلان کار کوي چې په دغه شمېر کې به امریکايي او ناټويي ځواکونه دواړه شامل وي.

د اژانس په وینا د اضافي عسکرو لیږل به یو ځل بیا د ۲۰۱۴ تر مخه د جګړو یادونه را تازه کړي، د افغانستان ښارونه او صحراوي به یو ځل بیا د سختو جګړو شاهدي وي.

باید وویل شي چې د جګړې په ډګر کې د پرمختګ لپاره د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن د امریکا د کانګریس څخه د یو څو زرو اضافي ځواکونو غوښتنه کړې وه خو نوموړي دقیقه شمېره نه وه په ګوته کړې.

د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ امريکايي او شاوخوا درې زره ناټو ځواکونه پراته دي، خو امريکايي رسنۍ وايي، چې د دغو عسکرو سربېره د بلک واټر او قراردي عسکرو شمېر شلو زرو ته رسېږي.

نيويارک ټايمز او يو شمېر نورو امريکايي ورځپاڼو افغانستان ته د اضافي سرتېرو لېږل تېروتنه بولي او وايي، چې له يوې نيمي لسيزې زياتې جګړې، نه طالبان کمزوري کړل او نه هم افغان حکومت په پښو درېدلی دی.

نيويارک ټايمز په خپله سرمقاله کې وايي، چې ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۳ کال کې  د افغانستان جګړه د امريکايي عسکرو او پيسو زيان بللی و او غوښتنه يې کړې، چې دغه جګړه بايد پای ته ورسېږی.

ورځپاڼې له ټرمپ څخه غوښتنه کړې، چې افغانستان ته د نورو عسکرو له لېږلو ځان وساتي او د جګړې پر ځای د تاوتريخوالي د کمولو لپاره هڅې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

ان شاء الله چی دا به ددوی آخری زور وی دیهودو او ددجال لخکر به حتما د مظلومو مسلمانانو په مقابل ماتیږی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x