نظــر

د حکمتیار صیب د وینا لنډه کره کتنه

مجاهد قلموال

د حکمتیار صیب وینا مې واوریده. ماته یې هغه د یوه ملګري ټوکه را یاده کړه. وایي د وطن د ژمي په پیتاوو کې د اوزګارخیلو تر منځ ټولې هغه خبرې کیږي چې هغو ته اصلا ضرورت نه وي. حکمتیار صیب هم په خپله لومړنۍ وینا کې زیاتره هغه خبرې وکړې چې بالکل ورته ضرورت نه و.

د حکمتیار د وینا تر ډیره طالبانو ته متوجه وه. خو په کنایه آمیزه، عقده منه او سخته لهجه. حکمتیار طالبانو ته څو نوي القاب وکارول. داسې القاب چې ما تر اوسه له امریکا غږ راډیو نه هم د طالبانو په باره کې نه وو اوریدلي. ده طالبان ( لیوني، بدمسته، ځان پلورونکي او ګوډاګیان )وبلل. حکمتیار نه یوازې طالبان تر سختو لفظي بریدونو لاندې ونیول بلکې د امریکایانو په خلاف روان جهاد یې هم (بېهوده، بې معنی او نامقدسه)جګړه وبلله.

دلته به دا خبره پریږدو چې که دغه جګړه نامقدسه او بیهوده وه نو بیا حکمتیار صیب پکې ولې دا پنځلس کاله داسې مستغرق و چې یوازې د دې نامقدسې (؟) جګړې د تقدس ثابتولو لپاره یې دومره اعلامیې صادرې کړې چې بیا یې (د امریکا ضد اسلامي جهاد) په نامه زر صفحه یې کتاب ترې جوړ کړ.

اوس نو نه پوهیږو چې د حکمتیار ومنو که یې د هغه پنډ کتاب چې ده په خپل لاس لیکلی، ډیزاین کړی او چاپ کړی دی.

خو حکمتیار په خپله لومړنۍ وینا کې لکه څومره چې د خپلو پخوانیو همسنګرو طالبانو سره بې ګذارې لاړ او د هغوی په حق کې یې له حد زیاته زبان درازي وکړه. له امریکایانو، ناټو خیلو، غرب ګرایانو، نیکرخیلو، سیکولارانو، سګ شویانو، شاه شجاع خیلو، اشرف غني، جان نیکولسن او نورو په اړه یې سپڼ قدرې هم له خولې ونه یوست او نه یې د هغو پر خوا یوه شګه قدرې ور وغورځوله.

ښه خو دا وه چې که حکمتیار ځان د سولې سړی بولي او غواړي چې د کفر او اسلام تر مابین د دریمګړي رول اداء کړي او غواړي چې د طالب او امریکایي په پخلا کولو دغه جنګ ختم کړي. نو باید دواړو اړخونو ته یې په یوه سترګه کتلي وای. خو شاید ملامت به نه و ځکه کله چې ده خپله درنه او د طالب سپکه بیانوله پر شاوخوا یې د امریکایانو اپاچي چورلکو هم چکر واهه او ده یې غومبر ښه واضح اوریده.

حکمتیار طالبانو ته هماغه زوړ پیغور یو ځل بیا ورکړ چې تاسو لا پیدا نه واست چې ما جهاد کاوو. او یا دا چې تاسو شیدې رودلې او زه مجاهد وم. ددې مسئلې په باره کې به تاریخ ته نه ځم او نه به دا مسئله را سپړم چې په افغانستان کې د بي دینۍ په ضد د حکمتیار د پوهنتون مظاهره مخکې وه او که د خلیفه عبد القیوم صاحب دکندهار احتجاجونه.

د تاریخ د روایاتو له مخې خو زه وایم هغه وخت به لا د حکمتیار پلار هم نه و پیدا شوی چې په افغانستان کې طالبان او ملایان ول، د میوند او لته بند جنګونه یې کول، امان الله خان یې له کفره راګرځاوو او ظاهر شا ته یې اسلام ور په زړه کوو. خو دلته به حکمتیار صیب ته ووایو چې دغه دلیل که د خپلې برترۍ لپاره وایې نو بادیګر یې مه وایه. ځکه په هر څه کې منل شوې قاعده ده چې اعتبار پیل ته نشته بلکې پای ته ده. په هر څه کې حساب په پای کیږي چې له ماخستنه بې پیشلمي روژتي خپله روژه تر ماښامه رسوي او که ولاړ مازدیګر یې د امریکایي خنځیر په غوښه ماتوي. انما الاعمال بالخواتیم.

په ټوله کې د حکمتیار وینا بې خونده او له عقدو ډکه وه. حکمتیار اوس هم هماغه خپله دودیزه ستوغه ژبه وکاروله چې دی یې له وخته له ډیرو سره په دښمنۍ اړولی دی. حکمتیار که غواړي حد اقل خپل درنښت وساتي نو ښه داده چې خاموش پاته شي. ځکه دی اوس په داسې موقف کې نه دی چې بیا د خپل ځان دفاع وکړای شي.

که حکمتیار ته بل هیڅوک څه ونه لیکي نوموړی د خپلو هغو کتابونو او اعلامیو په حکم هم محکوم او سخت ملزم دی چې په تیرو پنځلسو کلونو کې یې د امریکا د همسنګرو په خلاف صادرې کړي دي. حکمتیار همدا اوس کټ مټ دسیاف په شان د خپلو فتواوو په هدف کې واقع دی چې په هیڅ لوري ترې ځان نه شي خلاصولی او سپینولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدالغزنوي

حکمتیار خو په ننګرهار کې دسوچه خلقیانو ترمنځ هغه خپل زوړ چهاد هم ناروا وباله ، او ویې ویل چې په جلال اباد دمجاهدینو برید بې معنی اونارواؤ ، استغفرالله ، دامنافق یوه ورځ یوڅه اوبله ورځ بل څه وایې ، یوه ورځ وایې چې خدای دي هغه ورځ نه راولي چې زمانوم له تورلست نه وزي اوبله ورځ بیا زارۍ کوي ، یوه ورځ یې ویل جهاد لکه لمونځ روژه اوحج داسي فرض دي ، اونن بیا وایې چې جهاد یوه نامشروع جګړه ده ، بس الله تعالی مو دي دده له قول اوفعل او دده له انجام څخه… نور لوستل »

غوربندی

حضرت صاحب صبغت الله مجددي چې طیاره یې د حزب استسلامي د راکټ هوا وهلې وه ګلبدین ته په غصه وو او له ریکارډه بهر یې خبریالانو ته وېل چې: اي کوسکولا خان د لیسه حربي بداخلاق بود! اوس چې دده وینا ته سړی ګوري رشتیا هم له بد اخلاقه سابقې پرته داسې ناپړیتې څوک نشي ویلای!! نور دا زذیل د حکمتیار په نوم مه یادوی د ګلبدین ولد قادر په نوم یی یادوی. انجنیر محمد خان ژوندی دی، ورشی قسم ورکړی چې ګلبدین د خپل تره (کاکا) باره کې څرنګه دستور ورکړی وو؟؟ انجنیر محمد خان هغه وخت د… نور لوستل »

عزيزالله عاجز

داحکمتيار خداي ج وهلى دى
قران کريم وهلى دى
مکى شريفي وهلى دي
دولس هزار وهلى دى
دجهاد هزار وهلى دى
دطالبانو هزار وهلى دى
نو خود به داسى دو ګيره وى چى هرڅه ئ ووئل هغه به وائ
خداى ج دى نور هم ووهى

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x