څېړنه: د فشار معلومولو پر کورنۍ آلې باور مه کوئ

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۰ غویی، ۱۳۹۶): د کاناډا په یوه طبي پوهنتون کې د تر سره شوي څېړنې وروسته دا ثابته شوې چې د وینې د فشار معلومولو هغه آلات چې په بازار کې موندل کیږي، تر ۷۰ زیات یې دقیق معلومات نه ښيي.

د «البرټا» پوهنتون مشرې څېړونکې «جنیفر رینګروز» رسنیو ته ویلي چې لوړ فشار په نړۍ کې د وفات او معذورۍ اساسي لامل دی، ځکه نو د هغو آلاتو سره احتیاط په کار دی چې په بازار کې موندل کیږي او د فشار ناروغان خپل فشار ورباندي ګوري.

او زیاته کړې چې مونږ پر ۸۵ ناروغانو په پرلپسې توګه د څو ورځو لپاره څېړنه وکړه او د ټولو آلاتو تر منځ مو مقایسه وکړه، خو اکثره آلات د روغتون د فشار د قیاسولو د آلې سره یې ښکاره فرق وو، ځکه باید پوره باور باندي ونه شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.