سهار وختي سګریټ څکول ډیر ژر دسرطان دناروغي سبب کیدای شي

امریکایی روغتیایی څیړنو خبر ورکړی دي چي سهار وختي له خوبه څخه را پاڅیدلو وروسته څګریټ څکول ډیر ژر د سرطان دناروغي سبب کیداشي.

څیړونکي وایی سهار وختي له خوبه له راپاڅیدلو څخه وروسته تر نیم ساعت پوري، سګریټ څکول د انسان پر صحت ډیر قوي اثر کولای شي، نو د دي لپاره پکار ده چي سهار وختي له خوبه را پاڅیدو څخه بیا تر یوه ساعته پوري څګریټ ونه څکول شي.

څیړنه وایی، سګریټ څکول په هر حالت کي د صحت لپاره زیانمن تمامیدای شي، خو سهار له خوبه له راپورته کیدو څخه بیا تر یوه ساعته پوري باید له سګریټ څکولو څخه ډډه وکړای شي ځکه چي په دی وخت کي یی اثر ډیر قوي وی او ډیر ژر د سرطان د ناروغي سبب کیدای شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.