سهاوختي سګریټ څکول ډیر ژر دسرطان دناروغي سبب کیدای شي

(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۲)امریکایی روغتیایی څیړنو خبرورکړی دي چي سهاروختي له خوبه څخه راپاڅیدلو وروسته څګریټ څکول ډیر ژر دسرطان دناروغي سبب کیداشي، څیړونکي وایی سهاروختي له خوبه له راپاڅیدلو څخه وروسته ترنیم ساعت پوري، سګریټ څکول دانسان پرصحت ډیرقوي اثرکولای شي، نو ددي لپاره پکارده چي سهاوختي له خوبه راپاڅیدو څخه بیا تریوه ساعته پوري څګریټ ونه څکول شي.

څیړني وړاندي وایی، سګریټ څکول په هرحالت کي دصحت لپاره زیانمن تمامیدای شي، خو سهار له خوبه له راپورکیدو څخه بیا تریوه ساعته پوري باید له څګریټ څکولو څخه ډډه وکړای شي ځکه چي په دی وخت کي یی اثرډیر قوي وی اوډیر ژردسرطان دناروغي سبب کیدای شي.

نن ټکی اسیا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.