افغانستان

د پوهنې وزارت: کانديدان دې ښوونځيو کې کمپاين نه کوي

پوهنې وزارت د يو اعلاميې په ترڅ کې له ټولو کانديدانو غوښتنه کړې چې، ښوونۍ دې د خپلو کمپاينونو لپاره نه کاروي. په اعلاميه کې راغلي چې هيڅ کانديد د ښوونځيو ودانۍ، زده کوونکي او د ښوونځيو موټر د خپلو ټاکنيزو موخو لپاره نشي کارولی. د معارف وزارت وياند محمد کبير حقمل وايي چې د ټاکنو کميسون سره يې يو تړون لاسليک کړی چې، په رڼا کې يې کانديدان د خپلو ټاکنيزو موخو لپاراه دښوونځيو له کارولو منعه شوي دي. حقمل وايي چې يوازې د ټاکنو په ورځ کيدای شي چې ښوونځۍ د رايې ورکولو د مرکزونو په توګه وکارول شي

. د يادونې وړ ده چې له پرون دوشنبې راهیسې د ولسمشرۍ کانديدانو خپلې ټاکنيزې سيالۍ پیل کړي او هر يو کوښښ کوي چې، خلکو ته خپل پلانونه او ستراتيژۍ وړاندې کړي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x