انرژي مشروبات د زړه حملې او فالج سبب کېدای شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ غویی، ۱۳۹۶): د قوت یا انرژي مشروبات د زړه حملې او فالج سبب کیدای شي.

په امریکا کې طبي ماهرینو د یوې څېړنې وروسته ویلي چې د انرژي مشروبات د زړه ټکان بې قراره کولای شي او د وینې فشار د موقت وخت لپاره لوړولای شي.

په افغانستان کې عموما د انرژې مشروبات زیات کارول کیږي چې اصل وجه یې د عامو خلکو هغه ذهنیت دی چې له دغه مشروباتو سره تړل شوی او داسي ګمان کیږي چې دا د انسان قوت زیاتوي، خو د څېړني سره سم کیدای شي دغه مشروبات د زړه د مختلفو ناروغیو تر څنګ د فالج او لوړ فشار سبب شي.

په امریکا کې د زړه طبي ماهرین وايي چې دوی د ۱۸ او ۴۰ کلونو تر منځ پر هغو خلکو څېړنه وکړه چې په ورځ کې ۳ انرژې بوتلان څیښي.

په څېړنه کې جوته شوه چې د انرژې مشروباتو څېښونکو د زړه ټکان تر شپږو ساعتونو پورې بې نظمه او تر حد زیات وه چې د زړه د حملې او فالج را منځته کېدا سبب کېدای شي.

دوی وايي چې د زړه ناروغان او د وینې لوړ فشار لرونکې کسان باید په بشپړه توګه د انرژې مشروباتو څخه پرهېز وکړي او هغه کسان چې دغه ناروغي نه لري هم دې هڅه کوي چې لږ تر لږه ددغه مشروباتو څخه استفاده وکړي.

2
تبصره وکړئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Suliman
میلمه
Suliman

سلام داکندهارولایت ولی ورځ دربلی پرخرابیدوړوان دی پرون هم بیا یو ځوان خپل ژوندله لاسه ورکی

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د ډېرو خطرناکو توطئو په جال کی راګیر یو. څلوېښت پنځوس کاله مخکی زموږ هیواد ته بوغیانی( kondom) را لېږل کېدی څو د تناسل او ږېږندنی پروسه مو بطی او پڅه شی چه البته زموږ خلګو ورسره زیاته علاقه ندرلوده او زموږ په فرهنګ کی یو نابابه شئ ؤ. وروسته کودتاګانی او سیاسی- اجتماعی اړ و دوړ رامنځته شو په سلهاوو زره وطنوال مو له لاسه ورکړه. وروسته ډول ډول وژونکی وسلې د بشریت د دښمنانو لخوا راباندی وکارول شوې او زموږ د نفوس د زیاتوالی پروسه ئې د ستونزو سره مخامخ کړه. وروسته د مخدره موادو خائنانه توطئه پلې… نور لوستل »