fbpx

که ژوند غواړئ، له فیسبوک څخه لیري شئ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ غویی، ۱۳۹۶): تازه څېړنې ښودلې چې پر فیسبوک باندي تر دوه ساعته زیات وخت تېرول د فیسبوک فعالان د ژوند څخه بېزاره کوي او دماغي صحت یې متاثره کوي.

د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د سن ډیاګو پوهنتون پر پنځه زره کسانو د دوه کلونو لپاره پر لپسې څېړنه کړې او دا ورته جوته شوې، هغه کسان چې په ورځني ډول تر ۲ ساعته زیات وخت فیسبوک ته ورکوي، په دماغي توګه متاثره شوي او خپل د ژوند او راتلونکې په اړه له ویرې سره مخ شوي دي.

په څېړنه کې د ګډونوالو ټول ورځني عادات، مزاج، ټولنیزي اړیکې او د ژوند چارې د دوه کلونو لپاره مطالعه شوي.

په څېړنه کې جوته شوې چې څوک پر فیسبوک عادت شي، هغه سره د وخت احساس ختم شي او پر فیسبوک تېر شوی وخت که هر څومره اوږد وي، دوی ته داسي ښکاري لکه ډېر کم وخت چې تېر کړی وی.

د څېړونکو په وینا کله چې انسان په عام ژوند کې د خلکو سره راشه درشه او ټولنیزي اړیکې پالې، د هغو مثبت اثرات وي، خو د خیالي نړۍ ټولنیزي اړیکې د حقیقي اړیکو په نسبت منفي اثرات لري چې له امله یې په ژوند کې د مایوسۍ او بې قرارۍ احساسات زیاتیږي او د مثبت فکر پر ځای منفي اړخ ته فکر اوړي.

د څېړونکو په وینا د فیسبوک فعالان دي خپل دماغي صحت ته توجه زیاته کړې او د خیالي نړۍ د اړیکو څخه دي ځان را ټول کړي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې پر فیسبوک باندي د ځان وژنې او قتلونو پيښې په ژوندۍ بڼه نشریږي چې له امله یې دغه ټولنیزه شبکه د سختو انتقادونو او بحثونو سره مخ ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

الله اکبر

عبدالرحمن n
میلمه
عبدالرحمن n

مننه