افغانستان

د بادغيس غورماچ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولويده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ غویی، ۱۳۹۶): د بادغيس ولايت غورماچ ولسوالۍ له څو ساعته جګړې وروسته د طالبانو لاس ته لويدلې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی جنګياليو د بادغيس ولايت غورماچ ولسوالۍ مرکز او امنيه قومندانۍ نيولي دي.

د قاري احمدي په وينا د منصوري عملياتو په لړ کې د دوی ملګرو تېره شپه لس بجې پر غورماچ ولسوالۍ ډله‌ ييز بريد پيل کړ او له څه وخت مقاومت وروسته دولتي عسکرو د اردو قرارګاه، امنيه قومندانۍ او د ولسوالۍ مرکز پرېښودل.

طالبان وايي، چې لا هم د ولسوالۍ د مرکز په شاوخوا کې له عسکرو سره په جګړه اخته دي.

حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د تېرې جمعې په ورځ، چې طالبانو منصوري عمليات پيل کړي په لومړۍ ورځ يې په ګڼو دولتي پوستو بريدونه وکړل، د بدخشان زيباک ولسوالۍ يې ونيوله، ورپسې يې د بغلان مرکزي ولسوالۍ کې ځينې سيمې لاندې کړې او د کندوز بغلان لويه لاره يې هم د لنډې مودې لپاره تړلې وه او نن يې د غورماچ ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

الله اکبر الله اکبر و لله الحمد

شاولی ضمیر

زه شاولی ضمیر موجاهد ولس ته ده بادغس غورماچ ولسوالی موبارکی وایم الله عزوجل ده وکی سی موبارکی می قبله کی الله عزوجل ده ده نور فتوحاتوزیری هم راولی سی ده موجاهد ولس رحی تازه سی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x