نړۍ

سرچینه: امریکا له درې زره ملکي تلفاتو څخه یوازي ۳۵۲ منلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ غویی، ۱۳۹۶): امریکايي ځواکونو په مشري ایتلافي ځواکونو په عراق او شام کې تر شل زره زیاتې بمبارۍ کړي، او په هغه کې یې تر اوسه تر ۳ زره زیات ملکي وګړي وژلي دي.

د ایروارز (airwars) په نامه د جګړې څارونکې ډلې د راپور سره سم د امریکا په مشری ایتلافي ځواکونو د ۹۹۶ ورځو په بمباریو کې قریب ۲۱ زره ځله بمبارۍ کړې چې په هغه کې یې ۷۶،۶۴۹ بمونه غورځولي او له امله یې تر ۳ زره زیات ملکي تلفات اړولي دي.

سرچینه: اېر وارز

خو د امریکايي ځواکونو له لوري په تازه خپرو شویو معلوماتو کې ادعا شوې چې د ایتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې یوازي ۳۵۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا هغه شمېره چې امریکايي ځواکونو ذکر کړې، تر هغو ډېر زیات کمه ده چې ازادو سرچینو یې یادونه کړې.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګان د ملکي تلفاتو په اړه په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي « مونږ د ملکيانو پر غیر قصدي وژنو تاسف کوو… او د هغوی کورنیو ته تسلیت وایو».

باید وویل شي چې د کتونکو په نظر د امریکايي ځواکونو په بمباریو کې په افغانستان کې هم ډېر ملکي وګړي وژل کیږي چې هم یې امریکايي ځواکونه او هم یې افغان دولت له رسنیو څخه پټ ساتي او اجازه نه ورکوي چې د امریکا په بمباریو کې د ملکي تلفاتو په اړه ازاد بنسټونه په خپله خوښه څېړنې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x