افغانستان

د نورستان والي د درغلۍ په تور له دندې ګوښه کړای شو

د اداره امور لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د نورستان والي تميم نورستاني، د انکشاف دهات او د حوادثو پر ضد د ادارې ولايتي مشران د درغلۍ په تور له خپلو دندو لرې کړای شول. په خبر کې راغلي چې دغو چارواکو په نورستان کې د مرستو وړيا غنم خرڅ کړي چې له امله يې له خپلو دندو لرې کړای شول. ويل کيږي چې د حوادثو ضد مرکزي ادارې درې زره ټنه غم نورستان ولايت ته ليږلي وو چې پر خلکو يې و ويشي، مګر دا غنم په کونړ او لغمان ولايت کې په ناقانونه توګه خرڅ شوي دي. بل پلو د نورستان لرې کړای شوي والي تميم نورستاني دغه تورونه په کلکه ردوي او دا د خپل ځان پر خلاف يو دسيسه بولي. نورستاني زياتوي چې په دې اړه يې د محلي ارګانونو ادارې ته يو ليک ليږلی چې، د پيښې په اړه جدي پلتڼې وکړي. نورستاني وايي چې ځينې خلک د ده شخصیت تر پوښتنې لاندې راوستل غواړي او له همدې امله يې د ده پر خلاف دغسې منفي پلانونه جوړ کړي دي. د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې دولتي چارواکي او واليان په درغلي تورن کېږي، بلکې د هرې ادارې په اړه وخت ناوخت د درغلۍ دوسي را برسيره کيږي. د تېر ۳۰۱۳ م کال د شفافيت نړيوالې ادارې په راپورکې افغان دولت د نړۍ په کچه په درغليو کې دوهم درجه هيواد اعلان شوی و

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x