fbpx
حکمتیار او حنیف اتمر

حکمتیار د څه په لټه کې دی؟

ظریف افغان

ګلبدین حکمتیار لغمان ته او له هغه ځایه ننګرهار ته له تګ وروسته دوه ځلې ویناوې کړې دي. د حکمتیار دواړو ځلو ویناوو کې هغه څه وویل شول چې لرې خلک خو لا پر ځای، د ده نژدې ملګرو ته هم د توقع خلاف وې. عمومي نظر دا و چې حکمتیار چې اوس نوی سیاسي کار شروع کوي نو څرګندونې به یې تر یوه حده سوله ییزې وي، ځکه افغان حکومت سره د ده پيوستون د سولې له لارې ممکن شوی دی.

هم په لغمان او هم ننګرهار کې د ګلبدین حکمتیار د خبرو محوري بحث د طالبانو پر ضد و. طالبان یې په رنګا رنګو نومونو یاد کړل، ماشومان یې وبلل، ناپوهان یې وبلل، له خپل عادت سره سم یې ځان د طالبانو او هم د هغوی د استادانو استاد وباله. د حکمتیار ټول عمر په دې بحثونو کې تېر شو، چې دی د نهضت اسلامي موسس و، اوله مبارزه ده شروع کړې ده، دی ډېر انقلابي دی، دی پر حقه دی، د ده تنظیم تر ټولو ستر و، د ده هر څه ښه و، وروسته بیا د امریکا له یرغل وروسته دا دی و چې جهاد یې اعلان کړ، طالبانو د جهاد اعلانولو جرئت نه درلود، دی زړور و، ده هغوی ته جرئت ورکړ، ده طالبان حزب سره یووالي ته راوبلل، خو هغوی ونه منله، طالبان ده پسې تهمتونه تړي، دی بیا کله مشورې ورکوي او داسې نور دا ټول هغه بحثونه دي چې اوس هم د حکمتیار ذهن ترې نه دی خلاص.

دلته بحث دا دی چې په لغمان او ننګرهار کې حکمتیار ولې یوازې طالبان تر نیوکو لاندې ونیول. حکمتیار د دې پر ځای چې د خپلې سولې پر جزیاتو او عواملو خبرې وکړي، پر طالبانو لګېږي. حکمتیار سره له دې چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر ضد د جهاد پلوی و، خو اوس پر امریکا نیوکه قدرې هم نه کوي، او حکمتیار طالبان د امریکا پروژه او د داعش پر ضد د امریکا جګړه حقیقي بولي. دا هغه څه دي چې لویه برخه لیکوال او د نظر خاوندان یې پرخلاف نظر لري. دا خبره اوس په حقیقت باندې بدله شوې ده چې داعش د طالبانو د ځپلو او بیا منځنۍ اسیا ته د ناامنۍ د انتقالولو لپاره د امریکا او پاکستان ګډه پروژه ده. د داعش نوم شته خو په حقیقت کې هغسې موجودیت نه لري لکه تبلیغات چې ورته کېږي. همدې داعش په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو څو مشران په پېښور کې ووژل. دا ښيي چې دغه ډله په پاکستان کې له استخباراتي ملاتړ څخه برخمنه ده.

حکمتیار او روغه

ګلبدین حکمتیار ته بله لار نه وه ورپاتې. د مسلحانه جهاد په نوم په پاکستان کې د ده مېشتېدا یې نه په خپله ګټه وه او نه یې هم پاکستان ته څه لرل. کله چې تېر کال د افغان سولې لپاره څلور اړخیزې ناستې شروع شوې، د حکمتیار حزب اسلامي ته یې د روغې بلنه قدرې هم ورنه کړه. دې چارې حکمتیار ډېر نارامه کړ. له دې مخکې به د طالبانو په ګډون د سولې ناستو کې د حکمتیار یو استازی هم بلل کېده. له دې مخکې په قطر کې د پګواش په ناسته کې هم د ده ګوند ته بلنه ورنه کړل شوه. داسې ښکاره شوه چې حکمتیار او حزب اسلامي یې نوره سوځېدلې مهره ده او د تاریخ برخه شوې دي.

له دغه حالته د نجات لپاره حکمتیار مجبوره شو د سولې مذاکراتو لپاره یې بیا هیاتونه ولېږل. د ډاکټر اشرف غني حکومت چې د طالبانو له خوا نور مایوسه شوی و، د دې لپاره چې څلور اړخیزې ناستې او د حکومت د سولې کار له بشپړې ناکامۍ وژغوري د حکمتیار هیات ته یې هرکلی ووایه. د حکمتیار هیات سره د سولې خبرې ځکه حکومت ته هم مشکله نه وې چې حکمتیار هېڅ کومه مهمه غوښتنه نه درلوده یوازې يې دا غوښتل چې اجازه ورکړل شي چې کابل کې مسالمت آمیزه ژوند وکړي. دومره نو حکومت هم ورسره وکړل. له دې هاخوا نور څه نه دي ورکړل شوي او داسې ښکاري هم نه چې څه به ورکړل شي. د حزب اسلامي د بندیانو ازادول تر اوسه نه دي شوي، هغه څه چې تړون کې پرې هوکړه هم شوې وه.

حکمتیار کوم رول ته کاندید دی؟

د حکمتیار له سولې مخکې اعلامیو او په خپل او مستعارو نومونو یې که لیکنو ته دقت وکړو، او بیا یې په لغمان او ننګرهار کې تقریرونه وارزوو، واضحه ښکاري چې حکمتیار کوم رول ته کاندید دی.

تېر کال حکمتیار یو ځل د داعش حمایت هم اعلان کړ. خو کله یې چې ولیدل چې رسنیو ورپسې خبره ټینګه ونیوله بیا پښېمانه شوو او رسنۍ يې په تحریف تورنې کړې. خو له داعش ملاتړ او نن د حکمتیار ویناوې یو بل سره رابطه لري. دا دواړه هغه ټکي دي چې په نښلولو سره یې پوهېدای شو حکمتیار د څه په لټه کې دی.

اوس چې دا معلومه شوې ده چې داعش د امریکا او پاکستان ګډه پروژه ده چې طالبان او د سیمې هېوادونه پرې وځپي، حکمتیار غواړي چې د داعش پروژې مشري ده ته وسپارل شي. له دې وړاندې د اربکیانو پروژه کې هم د حکمتیار ځینې جنګیالي ځای پر ځای شوي وو. له دې لارې حکمتیار غواړي چې د امریکا لپاره یو کار وکړي تر څو په قدرت کې غوښنه برخه امریکایان ورکړي. حکمتیار په ننګرهار کې وویل چې امریکا په داعش تر ټولو ستر بم او د ټولو بمونو مور استعمالوي خو د طالبانو کاروانونه ګرځي او څوک ورته څه نه وايي. د حکمتیار له دې خبرې په ډېر واضح ډول ښکاري چې دی غواړي داعش په افغانستان کې په حقیقت کې د امریکا پر ضد مقاومتي ډله وښيي او طالبان د امریکا پروژه وګڼي. په دې موقف سره دی کولی شي د امریکا له خوا هم حمایت ترلاسه کړي. ځکه د امریکا پروژې (داعش) ته دی ملي او اسلامي مشروعیت ورکوي او طالبان چې د امریکا پر ضد جګړه کوي، دغه مشروعیت یې تر سوال لاندې راولي.

حکمتیار د خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې حکومت سره یې پيوستون نه دی کړی، ځکه نو کومه څوکۍ نه غواړي خو که د امنیت د تامین په برخه کې حکومت له ده غوښتنه وکړي دی چمتو دی چې په دې برخه کې مرسته وکړي. د امنیت په برخه کې مرستې ته سینه ډبول په ډېر واضح ډول ښيي چې حکمتیار غواړي د داسې وسله والو مشري ورکړل شي چې د امریکا مالي او تسلیحاتي حمایت هم ولري.

پر دې سربېره، حکمتیار پر طالبانو، ایران او روسيې توندې نیوکې وکړې، خو پر امریکا، پاکستان او افغان حکومت یې نیوکې ونه کړې. حکمتیار غواړي امریکا ته زرغون څراغ ښکاره کړي چې دی کولی شي د سیمه ییزو حریفانو پر ضد یې د امریکا دسیسې او توطیې عملي کړي.

لکه څنګه چې د حکمتیار نژدې ملګري د ده په اړه ووايي، چې دی د قدرت لېونی مینه وال دی. همدا دلیل ښودل کېږي چې دی هرې وسیلې ته لاس اچوي په دې هیله که یې حکومت ته ورسولی شي. ګلبدین حکمتیار ان دې ته تیار دی چې د داعش د پروژې د عملي کولو بدنامه او وطن ضد پروژې مسوولیت په غاړه واخلي چې له دې لارې زیات قدرت ترلاسه کړي. قدرت ته د رسېدو په لاره کې حکمتیار څو څو ځلې ډېر ښکاره شرعي لارښوونې او ملي ګټې نقض کړې دي.

خو زه ډاډه یم چې د ده له دې ټولو زرغونو څراغونو سره امریکایان پر ده باور نه کوي. د ټرمپ اداره ګلبدین حکمتیار بدنامه ترهګر بولي. د جمهوریت غوښتونکو مهم سناتوران له حکمتیاره کرکه لري. حکمتیار په خپلو متزلزلو سیاستونو اوس ټولو ته ښودلې چې دی یو خام سیاستوال دی چې نه شي کولی کوم ستر کار وکړی. که یوازې د ده د شخصیت ارزونې لپاره د ده وروستۍ ویناوې هم هغه جهتونه وګوري چې حکمتیار غواړي پرې سرمایه ګزاري وکړي، شاید پر حکمتیار له دې عادي سرمایه ګذارۍ څخه هم لاس پر سر شي.

د حکمتیار شخصیتي مشکل

وحید مژده سپوټنیک خبري اژانس ته ویلي چې حکمتیار تر ټولو غلط تصمیم په تر ټولو غلط وخت کې نیسي.

حکمتیار د تصمیم په نیولو کې ډېر خام ختلی. ډېر طلايي فرصتونه یې له لاسه ورکړی. د ګلبدین حکمتیار سیاسي ژوند له تناقضونو، غلطیو، ناکامیو او تنازعاتو ډک دی. حکمتیار څو څو ځلې ثابته کړې چې یو جنجالي او متنازع عنصر دی. د حکمتیار په یوه فیصله ترې ټوله اجراییه شورا ولاړه، خو دی بیا هم خپلې فیصلې ته ټینګ و. د تنظیم ډېرو مهمو مشرانو حکمتیار سره لار جلا کړه. دا ټول ښيي چې د حکمتیار په ماغزو د دیکتاتورۍ یو خاص حالت حاکم دی چې نه پرېږدي دی د رهبرۍ هنر زده کړي او مسایل په هوښيارۍ سره وګوري.

په تېرو دوه ورځو کې چې حکمتیار ظهور کړی دواړو تقریرونو کې يې ډېرې داسې خبرې وکړې چې د حزب اسلامي هوښيار ځوانان او نور د سولې طرفداره ځوانان یې مایوسه کړل. حکمتیار دومره کوچنی شو چې د طالبانو هغو تنکیو ځوانانو ته یې هم جواب ویلو ته ځان اړ وباله چې په فيسبوک کې ده پسې لیکي چې تسلیم شوې!

حکمتیار د ماشومانو په چم طالبان مخاطب کړل چې تاسې ماشومان وئ، جهاد مو لا نه پېژاند چې ما جهاد اعلان کړ، ستاسې د استادانو د جهاد استاد یم!!

د حزب یوه غړي راته یو ځل وویل، چې د حکمتیار له اصلاح او سمېدو څخه هغه وخت مایوسه شوم چې یقیني شوم چې په مستعارو نومونو لیکل شوو مقالو کې حکمتیار خپل صفتونه کوي او په خپل قلم لیکي چې حکمتیار ستر عالم دی او ښه مجاهد دی!

د حکمتیار په ماغزو د ځان غوښتنې او لېوني تکبر سیوری ناست دی او اوس چې اویا کلنۍ ته نژدې هم دی دغه مرض یې په سیاست کې بیا بیا ناکاموي. د حکمتیار تکرار غلطۍ به یوازې ده ته زیان ورسوي، نور په هغه زور کې نه دی چې د افغانستان لپاره کوم مشکل جوړ کړای شي. ښه ده حکمتیار پر خپل ځان رحم وکړي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د