د طالبانو سږني پوځي عملیات

لیکوال

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

د روان هجري لمریزکال په ۸ د جمعي په ورځ طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د منصوري عملیاتو په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل .

د یادو عملیاتو د پیل په اړه د هغوي د رسمي اعلامیې متن ته په کتو سره داسې ښکاري چې د هغوی سږنۍ اعلامیه د پخوا په نسبت د پوځي فعالیتونو په ځای تر ډیره پر رغنیزه اود ټولګټو فعالیتونو په ترسره کولو متمرکزه وه.

د بیلګې په توګه هغوی لیکلې چې ((سږني منصوري عملیات به د اشغال د نورو کلونو په نسبت د نوعیت او تکتیک په بدلون سره په دوو ملکي او پوځي برخو کې همزمان اعلان او پلي کیږي))

د سږنیو عملیاتو په اړه د صادرې شوې اعلامیې له محتوا څخه داسې فهمول کیږي چې طالب قیادت د جګړې په نسبت په بیا رغونه، اداري نظم او سولې باندې ډیر ترکیز لري.

ځکه طالبانو په یادې اعلامیې کې تر پوځي فعالیت وړاندې د بیا رغونې، ښونې او وروزنې، عامې روغتیا او اداري سیستم برحال کولو ته ترجیح ورکړې او د یادو عام المنفعه فعالیتونو د پلي کولو امر یې کړی دی.

همدا راز یې په پوځي فعالیتونو کې په سوله ییز ډول د جذب وجلب په وسیله د دولتي کارکوونکو په را بیلولو او په فکري لحاظ د هغوي پر تنویرولو ټینګار کړی دی.

که په دقیق ډول د طالبانو سږنۍ اعلامیه وکتل شي نو هغوی پوځي فعالیت (جګړه ) یواځې د اضطرار او د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د ملاتړو د یرغلونو د دفع کولو په وړاندې اعلان کړې.

همدا راز یې د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د ملاتړو په خلاف پوځي عملیات د یو لړ لوائحو په چوکاټ کې محدود کړی او خپلو پلویانو ته یې امر کړی چې په جګړه کې د مقابل لوري له اسیرانو او ژوبل شویو افرادو سره د انساني او اخلاقي تعامل په غوره کولو سره د هغوي د بشري حقونو درناوی وکړي ، او خپل پلویان یې په ټینګه پر دې مکلف کړي چې په جګړه کې د ولسي خلګو د ځان او مال خوندتوب ته د لومړیتوب حق ورکړي او په داسې ځایونو کې له پوځي عملیاتو څخه ډ ډه وکړي چې هلته د ولسي خلګو د ځاني او مالي تلفاتو ویره وي.

طالبانو د تیرو کلونو په نسبت ناوخته هغه وخت د منصوري عملیاتو په نوم پوځي خپل عملیات پیل کړل چې امریکایانو او ګډ حکومت له وړاندې په مختلفو سیمو کې د هغوی په خلاف په مختلفو نومونو پوځي عملیات پیل کړي او هغوي ته یې تلفات ور اوړولي وو .

د بیلګې په ډول امریکايي ځواکونو په کندوز او بغلان کې د طالبانو خلاف هوايي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د یادو ولایتونو لپاره د طالبانو والیان هر یو ملا عبدالسلام او اومولوي لعل محمد ووژل شول.

همدا راز د طالبانو منصوري عملیات ترهغه وروسته پیل شول چې ګډ حکومت په ۱۶ ولایتونو کې ۱۳ بیلابیل پوځي عملیات عملا شروع کړي او په هغو کې پر داخلي ځواکونو سر بیره ګڼو امریکايي سرتیرو او د هغوي هوايي ځواکونو هم برخه لرله.

له پورتني یاداشت وروسته دا استنتاج کولای شو چې د طالبانو عمري عملیات د امریکایانو او ګډ حکومت د پوځي عملیاتو په مقابل کې د یوه رد عمل په توګه پیل شوي او په خپري کړې اعلامیې کې یې له سره تر پایه ټول ترکیز د بهرنی ځواکونو په له منځه وړلو او په نښه کولو شوی ، داخلي ځواکونه هسي ورسره بالطبع یاد شوي دي.

د ملي یوالي په نوم حکومت په داسې وخت کې له طالبانو سره د سولې او خبرو اترو تشې ادعاوې کوي چې په عملي لحاظ یې د هغوی خلاف خونړۍ جګړه ګرمه ساتلې او امریکایان د دې نیابتي جګړې د لا ګرمه ولو لپاره نوي تازه دمه ځواکونه ورته را لیږي.

دا به وروسته معلومیږي چې په هیواد کې د جګړې په دې نوې پیچلي پړواکې بریا د چا او شکست د کوم لوري په برخه کیږي؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د