fbpx

یو څو اهم اسلامي آداب (6): پنځم ادب: دچا ملاقات لره چې ورځې، دهغه ددروازې دټکولو ادب

لیکنه: عبد الفتاح ابو غده

ژباړه: مفتي احسان اللّه

5- دچا ملاقات لره چې ورځې، دهغه ددروازې دټکولو ادب

کله چې ته دیو خپل ورور، یا بل دوست او یا هم بل چا ته ملاقات ورځې، نو دهغه دروازه ور ټکوه، خو په دونه اندازه سره يې ټکوه چې هغه په دې پوه شي، چې دروازې ته څوک ولاړ دی، داسي کلکه او سخته يې مه ور ټکوه لکه کوم دحکومت سخت زړی او ظالم سپاهي چې د چا دروازه ور ټکوي، داسي سخته چې له هغه نه دکور خاوند پریشانه شي، ځکه دا دادب خلاف دی.

امام احمد بن حنبل رحمه اللّه ته یوه ښځه دیو مسلې دپوښتني لپاره راغله، او دروازه يې داسي وروټکوله، چې په هغه کې لږ شدت و، امام ورته راووت، او ورته ویي ویل: دا خو لکه عسکر داسي دي وټکوله.

دصحابه يې کرام رضي اللّه عنهم دا مبارک عادت و، چې درسول صلی اللّه علیه وسلم سره دزیات ادب له امله به يې دهغه صلی اللّه علیه وسلم دروازه په نوکانو ورټکوله، دا روایت امام بخاري په ادب المفرد کې ذکر کړی دی.

یاد ساته! چې په نرمي ددروازي ټکول هلته له ادابو نه دی، چې دکور والا دروازې ته قریب وي، او که دکور خاوند له دروازې نه ليري و، نو دونه په زور سره يې وټکوه، چې دکور تر خاونده ددروازې اواز ورسيږي، خو په دغه حال کې هم له ډیر شدت نه اجتناب په کار دی، ځکه چې په مخکني حدیث کې تیر شول چې: (نرمي چې په کوم شي کې وي، هغه نرمي دغه شی خوب صورته جوړه وي، او په کوم شي کې چې نرمي نه وي، هغه دا شی بد صورته جوړه وي)، همدا شان ده صلی اللّه علیه وسلم فرمایل: څوک چې له نرمي بې برخې شو، هغه له خیره بې برخې شو. [مسلم شریف]

همدا شان که ستا له دروازې ټکولو وروسته چا درته خلاسه نه کړه، نو یو ځل یې بیا وټکوه، خو له دونه وقفې وروسته چې اودس کونکی په اطمینان سره له اوداسه نه فارغ شي، لمونځ کونکی په اطمینان سره له لمانځه فارغ شي، او که چیري ډوډۍ خوری نو ګوله په اطمینان سره تر ستوني تیره کړي، ځیني علماو ددې اندازه دڅلور رکعته لمانځه ښودلي ده، ځکه امکان لري چې تا دي دروازه ټکولي وي، په دې وخت کې دي هغه دلمانځه نیت تړلی وي، له درې وارې وقفې وقفې ټکولو وروسته که دي دا خیال شو، چې که دکور خاوند په څه کار اخته نه وای نو ضرور دباندي را وتی، نو بیا بیرته ولاړ شه، ځکه درسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم ارشاد دی چې له تاسو نه چې څوک درې واري اجازت وغواړي، او هغه ته اجازت ور نه کړل شي، نو هغه لره مناسب دی، چې واپس شي. [بخاري ومسلم]

همداسي چې کله ته اجازت غواړي، نو دروازې ته بلکل مخامخ مه دريږه، بلکي ښي یا چپي طرف ته ودرېږه، ځکه رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم چې کله دچا کره ورتلی، نو بلکل به دروازې ته مخامخ نه دريدی، بلکي ښي یا چپ طرف ته به دريدی. [ابو داود]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د