ahmad shah ahmadzai

انجینر احمد شاه احمدزی د نن ټکی آسیا سره په مرکه کي: موږ له پيله د امريکايې یرغل مخالف يو

د انجينر احمد شاه په اړه

انجينر احمد شاه احمدزی نوموتې جهادي څېره چې د روسانو پر خلاف جهاد کې د لومړي کتار سرلاری وه، د روسانو له وتلو وروسته ۱۹۹۲- ۱۹۹۶ پورې د افغانستان صدر اعظم وه. انجينر صیب د کابل له پوهنتونه انجينري کې ليسانس لري په ۱۹۷۵ م د امريکا د کلوراډو پوهنتون نه يې په انجينري کې ماستري اخيستې او له هغې وروسته په سعودي عربستان کې د ملک فيصل پوهتنون کې د انجينري پوهنځۍ استاد او پروفيسر وه، چې د جهاد لپاره يې د پوهنتون استادي پريښوده او تر هغه يې د روسانو پر خلاف جهاد وکړ تر څو روسان له افغانستان و وتل.

انجينر صیب په افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو مخالف او د دې لپاره يې د اډو د مخالفت يوه جبهه هم جوړه کړې چې وخت نا وخت د امريکا د دايمي اډو پر خلاف لاريونونه او مظاهرې هم کوي.

نن ټکی اسيا وپيتيله چې له ښاغلي انجينر صیب سره پر روانو حالاتو او ځينو نورو مسايلو د زړه خواله وکړي؛ انجينر صیب زموږ غوښتنه په داسې حال کې په ډېره خوښۍ ومنله چې صحي حالت يې هم ښه نه وه موږ ترې مننه کوو او تاسې يې د مرکې لوستو ته رابولو.
===========

نن ټکی اسيا: تاسې په افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو مخالف ياست؛ دا پداسې حال کې چي د لويې مشورتي جرګې په ترڅ ۲۵۰۰ کسانو يې حمايت کړی، نو ستاسې مخالفت به ډېر اهميت ولري او که د جرګې حمايت؟

 

انجينر احمد شاه احمدزی: دلته بايد حقايقو ته وکتل شي، په لسم د نومبر چې د عقرب شپاړسم راځي، موږ يوه غونډه وکړه چې درې زره پنځه سوه کسانو پکې ګډون کړی و او دوی ۲۵۰۰ کسان راغوښتي وو، زموږ د معلوماتو پر اساس اته سوه کسان له جرګې احتجاجا و وتل، اوولس سوه پاتې شول او په دې اوولس سوو کسانو کې هم درې کسانو ته دا دنده سپارل شوې وه چې خلک دې ته تشويق کړي چې بايد مثبته رايه ورکړي، هغو درې کسانو کې يو حضرت صبغت الله مجددي، نعمت الله شهراني او بل مدبر و. دا درې واړه کسان هرې کميټې ته ورتلل او د جرګې ګډونوال به يې يا په رشوت يا په تشويق دې ته هڅول چې د امريکا د دايمي اډو په ملاتړ رايه ورکړي.

دا خبر هغه وخت ښکاره شوه چې د جرګې درې ګډونوال ميډيا ته را ووتل او ويې ويل چې الله تعالی دې موږ ته بښنه وکړي په دوی کې يو ډاکتر عبد الولي چې د لوګر ولايت د ولايتي شورا رئيس دی او يو بل تڼی چې د تڼيو د قوم مشر و، دوی په زغرده وويل چې الله تعالی دې موږ ته عفوه وکړي ځکه چې موږ وغوليدو او په دغه جرګه کې مو ګدون وکړ.  

بيدار ځاځي چې د جرګې ګډونوال و او په اسلاميت کې هم چندان شهرت نلري، وويل چې زموږ په کميسون کې ۶۸ کسان وو په دې اته شپيته کسانو کې يوازې څلور پوهيدو چې څه روان دي او نور ۶۴ شپيته بيخي په حالاتو نه ووخبر چې اصلا کيسه څه ده.  او په اخره کې دې څلور شپيته کسانو هم مثبته رايه ورکړه. دا يې يوازې يوه نمونه وه او تقريبا ټول يې دغسې کسان راوستي وو.

پر همدې اساس د دغو خلکو فيصله ناقصه ده او هيڅ صحت نلري. بله خبره دا ده چې ولسمشر کرزي موقف ونيوه چې زه دا تړون نه لاسليکوم. دا تړون به هغه مهال د منلو وړ شي چې کرزی یې لاسلیک، او ولس یې تایید کړي.. دغه جرګه او ملاتړي يې دغسې يو لړ مشکلات لري. موږ او نور ټول مسلمانان د کرزي دغه وروستی موقف تاييدوو.

نن ټکی اسيا: ځينې کړۍ تور لګوي چې، څوک د اډو مخالفت کوي، هغوی د پرديو غلامان دي، تاسې دا خبره څنګه ارزوئ؟

انجينر احمدزی: څوک چې دا خبره اوري، هغوی دې خپله فکر وکړي چې څوک د يهودو او نصاراوو په ښکاره نماينده ګي کوي، چې د الله تعالی په کتاب او د رسول الله په سنتو کې محکومه خبره ده، دې ته څوک پام نه کوي. موږ د خپل ملت نماينده ګان يو. زموږ مدعی ملي او اسلامي ده. او دوی خو د ډالرو غلامان دي لکه د طلوع تلويزون او يو شمېر نورې رسنۍ. دا موږ پسې چې څوک خبرې کوي، همدغه خلک دي او موږ تاسې ټول پوهيږو چې د دوی بوديجه څوک ورکوي. د دغو خلکو خبرې موږ ته هيڅ اهميت نلري. زموږ خبره ملي او اسلامي ده او هيڅکله به له خپلو ملي او اسلامي منافعو تېر نشو. دغه امنيتي تړون امضا کول او کافرانو ته په افغانستان کې دايمي اډې ورکول، دا د الله تعالی په کتاب او د رسول الله صلي الله عليه وسلم په سنتو کې مردوده ده. او د افغانستان ولس 99 سلنه مسلمانان دي دوی ټول قران او سنت ته ژمن دي. اوس نو چې څوک د 99 سلني خلکو پر افکارو تورونه لګوي، دا دوی پوهيږي او ميډيا يې پوهيږي.

نن ټکی اسيا: دا خو ټول مني تاسې د دایمي اډو مخالف ياست او د دې لپاره مو يوه جبهه هم جوړه کړې، مګر د امريکايانو په راتګ مو هيڅ عکس العمل ونه ښود، نو دا به ښه نه وه چې له پیله مو د امريکا پر خلاف يو کلک موقف نيولی وای؟

انجينر احمدزی: نه، دا خبره غلطه ده. موږ له اوله د امريکا مخالف يو چې امريکايان راغلي موږ يې مخالفت اعلان کړی. يوه ثانيه هم موږ د دوی تاييد نه دی کړی.

نن ټکی اسيا: خلک وايي چې زموږ تېر جهاد بريا ته ونه رسيد. دا خبره څومره رښتیا ده او که رښتیا وي، لامل يې څه بولئ؟

انجينر احمدزی: جهاد خو نه دی ناکام؛ ځکه چې جهاد د الله تعالی حکم دی او فرض دی او دا چې حکومت راغی يا رانغی دا بيله خبره ده. د افغانستان ټول ولس جهاد کړی، شهيدان يې ورکړي. او دا چې اسلامي نظام رانغی، نو د نړۍ کفارو هغه مهال نه غوښتل او اوس هم نه غواړي چې د ځمکې پر سر دې په يو ځای کې هم اسلامي نظام حاکم شي.

نن ټکی اسيا: ويل کيږي چې تاريخ په اول ځل عبرت وي او که بیا هم تکرار شي نو مصیبت وي. ايا موږ له خپلو تېروتنو څه استفاده کړې؟

انجينر احمدزی: تاسې ټولو ته معلومه ده چې، زموږ د ملت د سواد کچه ډېره ټيټه ده، سياسي پوهه هم پکې ډېره کمه ده. او چا چې سياسي پوهه لرله، هغوی په اول قدم کې ناکام شول. دوی امريکايانو پسې لاړل او دا ډېر يوغوليدلی نظر دی او همدغو غولېدلو رهبرانو مجاهدين بدنام کړل. ملت خو جهاد کړی د ملت ګناه خو نشته، ګناه خو د هغو رهبرانو او ليډرانو ده چې له جهاد سره يې خيانت وکړ. د دې پر ځای چې اسلام او اسلامي حکومت ته ژمن شي، د مجاهدينو د ارمان له حکومت سره ودريږي، لاړل د امريکا لمن يې ونيوله.

نن ټکی اسيا:  د مجاهدينو، طالبانو او د ديموکراسۍ په دې دولسو کالو د مقايسې په توګه که راته وواياست چې کوم رژیم خپل ولس ته ډېر مخلص او وفا دار و؟

انجينر احمدزی: دا خو روښانه خبره ده چې ملت ته مجاهدين مخلص وو او دي. موږ خو يو نيم ميليون شهيدان ورکړي، تر اوسه داسې هيوادونه شته چې يو نيم مليون نفوس نلري، نو څنګه موږ دا له نورو سره مقايسه کړو. که طالبانو قرباني ورکړې، دوی هم د مجاهدينو ډله ده. دوی خو بل څوک نه دي.

نن ټکی اسيا: د روسانو پر خلاف د جهاد سرلارو کې وی او د امريکا پر خلاف هم تاسې د مقاومت ټول حالات څارئ. د دواړو مقاومتونو تر منځ درته توپير څه ښکاري؟

انجينر احمدزی: هغه مهال ډېر پاک في سبيل الله جهاد و او اوس چې څوک په ډالرو مين دي هغه له امريکا سره ودريدل اګر که دروسانو پر خلاف يې جهاد هم کړی و او اوس له امريکايانو سره ولاړ دي، دوی خپل ايمان او جهاد بايلود. دوی که هر څومره ځان د وطن وفادار ښيي، هيڅوک يې نه مني، بلکې دا خلک د وطن او دين پر ضد دي. څوک چې په افغانستان کې د پرديو حاکميت غواړي دا د افغانستان ملت او اسلام سره لويه جفا ده.

نن ټکی اسيا: د روان مقاومت په اړه څه نظر لرې؟

انجينر احمدزی: دا خو روا او مشروع مقاومت دی چې څوک يې کوي لکه طالبان، او جهاد ورته ويل کيږي او بل مقاومت نشته. د طالبانو او پخواني جهاد اصلي فرق دا دی چې دوی تر اوسه د يو امير او يو بیرغ لاندې جهاد کوي، هيڅ تفرقه پکې نه ده راغلې. د نړۍ کفار شپه ورځ په دې دسيسو کې بوخت دي چې د دوی صف ور مات کړي او سره ويې ويشي، مګر د الله تعالی په فضل دوی تر اوسه دا دسيسه ناکامه کړې ده. او زموږ لويه کمزوري دا وه چې له اوله د پرديو دسيسو ښکار شو او په څو ډلو سره و ويشل شو چې نتيجه هم ډېره منفي وه.

نن ټکی اسيا: نن سبا تاسې د سولې لپاره هم هلې ځلې کوئ، هدف او موخه مو څه ده؟

انجينر احمدزی: زموږ موخه دا ده چې په هيواد کې دا جګړه ختمه شي او بهرنيان له خاورې و وځي. تر څو چې امريکايان په افغانستان کې وي، سوله نه راځي.

نن ټکی اسيا: له خپلو کوښښونو څومره مطمئن ياست چې نتیجه به ورکړي او يا دا چې طرفینو ته به مو خبره څومره د منلو وړ وي؟

انجینر احمدزی: موږ له خپلو کوښښونو دومره مطمئن يو، چې د قضيې يو طرف چې طالبان دي، سولې ته يې غاړه ايښې او ويلي يې دي چې ستاسې د خبرې قدر کوو. طالبان دې د افغانستان دقومي مشرانو او سپینږیرو یو ستر مجلس جوړ کړي تر څو یې د همدې کشالې په مورد نظرونه معلوم کړي، اما په بل طرف کې ځینې خلک د سولې مخالفت کوي لکه سیاف چې ویلي و چې له طالبانو سره نه کینې.

نن ټکی اسيا: اوباما په خپلو خبرو کې و ويل چې لس زره پوځيان به په افغانستان کې پاتې کيږي د لس زرو پوځيانو پاتې کيدل خو بيا هم د اشغال دوام دی. نو سوليز کار او د پوځيانو پاتې کيدل سره څنګه ارزوئ؟

انجينر احمدزی: چې لس پوځيان هم په افغانستان کې پاتې شي، دا اشغال دی او سوله نه راځي.

نن ټکی اسيا:  راتلونکو ټاکنو کې د کوم نوماند ملاتړ کوئ؟

انجينر احمدزی: زموږ دا اعلان دی چې په راتلونکو ټاکنو کې د هيچا ملاتړ نه کوو او خپلو پلويانو ته مو هم ويلي چې په انتخاباتو کې د هيچا ملاتړ ونکړي.

نن ټکی اسيا: په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې مو خپله برخه اخیستې وه. خپل هغه عمل ته په کومه سترګه ګورئ؟

انجينر احمدزی: هغه يوه ناکامه تجربه وه.

نن ټکی اسيا : – د هيواد لپاره کوم نظام خوښوئ، اسلامي، ديموکراسي او که د ځينو په قول اسلامي ديموکراسي؟

انجينر احمدزی: چې څوک مسلمان وي، هغه اسلامي نظام غواړي دا د ايمان اساسي شرط دی، څوک چې له اسلامي نظامه پرته بل نظام غواړي، ايمان په خطر کې دی . ديموکراسي خو يو بې دينه نظام دی د غرب د ګټو لپاره چې کوم ځای يې زړه شي هلته د ديموکراسي تر شعار لاندې خپلو موخو ته ځان رسوي. اسلامي نظام د الله تعالی قانون د الله تعالی د مخلوق لپاره او ديموکراسي د خلکو قانون د خلکو لپاره. همدا يې اساسي فرق دی او هغه څوک چې د اسلامي ديموکراسي نارې وهي، دا خلک نه په ديموکراسي پوهيږي او نه په اسلام.

نن ټکی اسيا: ډېره مننه چې د خپلو بوختياو اومریضي سربېره مو وخت راکړ.

انجینر احمدزی: تاسې نه هم ډېره مننه.

————-

مرکه کونکی: احمد جرس

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د