
مينه پال: کابل ته د حکمتيار په رارسېدو به د حزب ټول غړي بې وسلې شي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ غویی، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت چارواکي وايي، چې کابل ته د ګلبدين حکمتيار له رارسېدو وروسته به د حزب اسلامي د وسلهوالو بې وسلې کولو پروسه پيل شي او د دغې ډلې جګړه ماران به د امنيتي ځواکونو په ليکو کې جذب شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دواخان مينه پال وايي، چې د حزب اسلامي او ګډ حکومت ترمنځ د سولې د شوي تړون له مخې به د حزب ټول وسله وال بې وسلې کېږي او د امنيتي ځواکونو په ليکو کې به يو ځای کېږي.
د حزب اسلامي يوه وياند حشمت الله ارشد وايي، چې ډله يې هغو ټولو ژمنو ته وفاداره ده، چې د سولې تړون کې يې له افغان حکومت سره کړي دي.
د ملي شورا يو شمېر غړو هم له حکومته غوښتي، چې د سولې د تړون له مخې بايد د حزب ټول وسله وال خپلې وسلې حکومت ته وسپاري او د سولې تر چتر لاندې ازاد ژوند وکړي.
مينه پال او د ملي شورا غړو په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي، چې د بلخ والي عطاء محمد نور ويلي و، چې د حزب اسلامي غړو ته دې وسلې نه ورکول کېږي او دغې ډلې ته يې د وسلو ورکول د افغانستان امنيت او ثبات لپاره ګواښ بللی و.
د تېر کال د تلې په لومړۍ نېټې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ له تړون وروسته ولسمشر غني د ملي امنيت رياست، کورنيو چارو او دفاع وزارت چارواکو ته دنده سپارلې وه، چې په ټول هېواد کې د حزب اسلامي وسله وال او مرکزونه په نښه کړي، خو پلټونکي کميسيون کابل کې رسنيو ته وويل، چې له ټولو هڅو په دې نه دي توانېدلي، چې د حزب اسلامي پوځي مرکزونه پيدا کړي.
سره له دې، چې حزب اسلامي په پخوا وختونو کې له جمعيت اسلامي او يو شمېر نورو ډلو په دښمنۍ کې پاتې شوی، خو د حزب مشر په نرمه ژبه له ټولو غوښتنه کړې، چې تېر په هېر او راتلونکي لپاره بايد په ګډه ژوند وکړي او د خپلو توندو نيوکو ژبه يې يوازې د طالبانو خوا ته سمه کړې ده.