نظــر

د جهالت ښکار څوک دی، طالب که ګلبدین…!؟

موسی فرهاد

د فیسبوک د ویډیوګانو له لاري مي د لغمان په یو باغ کې د شنې ږیری او توري ګردۍ لنګوټي خاوند ګلبدین ولید چې د ملي اردو د عسکرو په حصار کې او د امریکایی الوتکو په غرهار کې د میګرافون مخي ته ولاړ وو خپلو زامنو ، زومانو او څو نورو زردادي او فریادي انډیوالانو ته یې د کاغذ له مخي نصحیت کاوه او ویل یې چې نور یې له جهاده زړه تور شوی او له دې وروسته به جهاد نامقدسه جګړه بولي.

ګلبدین له دې مهم اعلان وروسته چې جهاد یی ناپاکه جګړه وبلله ؛ طالب ته په خطاب کې خپله برنامه او ورکړل شوی آساسي ماموریت هم په دې ټکو کې اعلان کړ: ( طالب ته وایم چې نور له جهالت او غرور څخه لاس واخله. )

په دې ډول نازیبا خطاب سره ګلبدین خپله برنامه ملت او دنیا ته ښه څرګنده کړه چې ګویا په راتلونکي کې د اشغالګرو دفاع او د طالب سره مقابله به د د ه د تسلیمدا له مهمو اهدافو څخه وي. هغه طالب چې پخپل ټول سیاسي او جهادي ژوند کې یې د ګلبدین په وړاندي یو حرف هم ترخوله ایستلی نه دی . دا خو ایسته پریږده چې پرضد به یې د ګلبدین په څیر سپک او نازیبا ژبه کارولي وي.

زه خپله که څه هم طالب نه یم خو د طالب د اسلامي ، جهادي ، ملي او آزادي غوښتونکي موقف سل سلنه ملاتړی یم.

زه دلته د طالب په استاځیتوب خبري نه کوم خو دومره پوهیږم چې طالب د ګلبدین په څیر د ډيرو نورو نامطلوبه اشخاصو په دا ډول افسانوي څرګندونو هیڅکله سر نه خوږوي او نه یې د دې قابل ګڼي چې مقابلې ته یې را وړاندي شي.

طالب په معجزانه ډول د نړۍ سپر پاور امریکا او ناټو ته شکست ورکړی ، نو ګلبدین ، داعش ، بل او بل خو د هغوی پایڅوړ دي چې په افغاني جامعه کې یې د یوه میږي قدري حیثیت هم نشته.

طالب لا له وړاندي په دې پوهیده چې امریکایی اشغالګرو او شیطاني ائتلافیانو یې د مجاهدینو په وړاندي کامل شکست خوړلی ، هغوی اوس د طالب د مقابلې لپاره صرف په دې ډول پروژو او برنامو باندي وخت ضایع کوي چې کله د داعش په نوم فتنه را پیدا کړي چې په هغه کې نامراد او رسوا شي نو بیا د سولي او تسلیمۍ تر عنوان لاندي د لغمان په یو باغ کې ګلبدین را څرګند کړي.

له ګلبدین نه اشغالګر څو اهداف لري ، یو دا چې ګلبدین مورزاده له عُقدې ، کینې او نفرتونو نه ډک فطرت لري ، نوموړی د کورنیو جګړو او فساد داسی غریزه لري چې د باليووډ د اداکارانو غوندي میډال یې ورکي ګټلی دی. د کابل وراني او د شپیته زره بې ګناه انسانانو قتل عام یې ښکاره مثالونه دي چې د یوې ښې جذبې له مخي یې ترسره کاوه او اوس هم ورباندي ویاړي.

دویم داچې اشغالګر او د هغوی لاسپوڅي دې ته سخته اړتیا لري چې په یو نه یو شکل د طالب په مشرۍ د روان جهاد مشروعیت د یو دیني عالم په خوله ختم اعلان کړي. چونکه ګلبدین په ظاهره ځان مفسر او دیني عالم ګڼي، همدا وجه وه چې د لغمان په باغ کې یې لومړۍ فتوا دا وه چې جهاد یې ناپاکه جګړه وبلله. او بیا یې په جلال آباد کې د روسانو د وخت هغه عملیات غلطي وګڼله چې د کمونیستي رژیم پر ضد په جلال آباد کې مجاهدینو ترسره کړي وو.

نو د همدې دوو مقاصدو لپاره اشغالګر هڅه کوي چې ګلبدین غوندي مهرې د روان جهاد په مقابل کې د مصنوعي مفتي او هم یي د اربکي ملیشو د بیا سمبالوونکي په حیث وکاروي ترڅو جهادي مقاومت ورباندي کمزوری کړي.

ولي دا یو خوب او خیال ځکه بلل کیږي چې تر ده وړاندي سیاف او کشاف هم د دین د تحریف او مقدس جهاد د نامشروع بللو لپاره کارول شوي دي، خو نتیجه یې صِفر.

دا راز د اربکي پروژې او داعشي پدیدې لوبه هم تر دې وړاندي یوځل تجربه شوي. او ناکامه شوي ، بیا سمبالول به یې هم هرو مرو یو ناکام تکرار وي.

ګلبدین په خپلو نازیبا اظهاراتو کې طالب د ناپوه ، جاهل او مغرور په نوم مخاطب کړ؛ په داسي حال کې چې کړه وړه خو خپله ټول د ګلبدین د جهالت ښکارندویي کوي :

طالب خو صرف دا کړي چې له ابتداء نه یې د فساد او فسادګرو مخه نیولی ، کابل یې د چهارآسیاب او ټلوالي د لنډغرو له راکټونو ژغورلی ، هیواد یې له تجزیې خلاص کړی ، ټوپکمار یې کولاب ، تهران او استانبول ته شړلي.

اسلامي حکومت یې نافذ کړی، امن یی را وستی ، وسله یی ټوله کړي ، د یرغلګرو هغه غوښتني یې رد کړي چې د اسلام او استقلال ضد وي. د کافرو د تجاوز په وړاندي یې په تش لاس د سر په قیمت داسی مبارزه کړي چې د ګلبدین غوندي ډېری متزلزل الایمانه اشخاص ورکي ګمراهان شوي دي. د یرغلګرو له لوري د راټوکیدلو فتنو او بغاتو په وړاندي یې پریکنده موقف اختیار کړی چې اکثره یې په نطفه کې لا خنثی کړي دي.

اما برعکس ګلبدین دا ټول پورتني کارونه برعکس انجام کړي. وروستی عمل یې دا چې د نه څه په بدل کې نه یوازي ترخپله داعیه (جهاد) تير شو، بلکي د همغو کفارو او د هغوی غلامانو په وړاندي چې دی ورته تسلیم شوی ؛ جهاد یې ناپاکه جګړه وبلله، او جهادکوونکي یې جاهلان او ناپوهان وګڼل. آعاذنالله.

ګلبدین اوس د هغو بهرنیانو په غیږ کې ځان ورواچاوه چې ده ترپرونه پوري یرغلګر ، اشغالګر او تیري کوونکي ظالمان بلل ، د هغه اردو په لمن کې یې ځان ورایله کړ چې ترپرونه یې مرتد او د پردیو لخوا روزل شوي غلام پوځ باله. شواهد او ویډیوګاني ، لیکني ، تقریرونه ، اعلامیې ، رسالې او بیانیې یې ټولي د سیاف غوندي د هر افغان په مخکي پرتې دي . هرسړی یې په اړه ښه قضاوت کولای شي چې د ګلبدین او سیاف په څیر چې څوک د اسلام او ملت سره د غدارۍ په وجه څومره ذلیله او رسوا شوي ؛ زه فکر کوم چې د افغانستان په تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی.

نو له دې ټولو نه اوس سړی ښه پوهیدلای شی چې د جهالت ښکار څوک دی، طالب که ګلبدین ؟

پای ………………..!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
D.T

وروره زه یو ځواب غواړم ( هغه دا چې دقران عظیم الشان دالبقرة سورې ۱۱۴ ایت شریف ولوله او په مطلب يي ځان پوه کړه ) مننه

اقبال

فرهاد صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی ښکلی او له حقایقو دکه لیکنه دی لیکلی وه ، زه به هم څه ورسره زیات کړم : هغه حکومتیار او هغه سلامی حزب چه زه پيزنم ، ستاسی د خبرو سره ډیر توافق نه لرم او هغه داچه : تول تش په نامه جهادی رهبران د امریکا سره د سوړ جنګ د غلامی تړون له لاسلیکولو وروسته هغوی نور چهادی رهبران نه بلکه د امریکایانو مستخدمین او غلامان دی د روسانو له وتلو وروسته د مجاهدینو او اسلامی نظام د بدنامولو د پاره یی هماغه تش په نامه رهبران یی وکارول… نور لوستل »

فهیم

یوه ورځ می په یوتیوب کې څو ویدیوګانی ولیدلی چی دحزب اسلامی ترشین بیرغ لاندی څوتنو فدایی مجاهدینو په ډیر ویاړ سره خبری کولی او کفاروته یی د کلکو ګذارونو داړولو په اړه خبری کولی اوبلاخره یی فدایی بریدونه هم ترسره کړل او دویدیو په اخرکی دګلبدین خبری هم را نقل کړی وی چی په ډیر فخر سره یی ویل چی مجاهدین به الله په نصرت بریالی کیږی او داسلام دښمنان به ‌ذلیله کیږی اوس نو دلته څو پوښتنې دګلبدین څخه وکړو هغه داچی ایا تاچی دومره وخت دجهاد په نامه دخلکو له پاکو احساساتو څخه پوره ګټه واخستله او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x