دیني، سیرت او تاریخ

اسلامي علومو کې د غلامانو ونډه

حامد افغان

ختیځ پوهان او د هغوی شاګردان په اسلام کې د “رق” او غلامي په نظام سختي نیوکې کوي، دوی وايي: اسلام انسانان غلامان ګرځوي او په دې اړه مفصل قوانین لري، خو حقیقت دا دی چې د دوی دا خبره هم د نورو نیوکو په څېر پوچه او بې حقیقته ده، اصلا د غلامي موضوع له اسلام مخکې د اروپا په شمول په ټوله نړۍ کې شتون لاره، بېخي لنډه موده مخکې د اروپا په مختلفو بازارونو کې د غلام پلورلو ځانګړې مېلې جوړیدلې، آن پوره قومونه او ولسونه به غلامان کیدل او د ځناورو په څېر به پلورل کیدل. غلامانو سره د ښه چلند او هغوی سره د انساني اخلاقو په نوم هیچا هیڅ شی نه پېژندل. مطلب د غلامي موضوع پخوانۍ او مختلفو انساني ټولنو کې اوږد تاریخ لري.

خو د اسلام په راتګ سره د غلامانو لپاره په ځانګړې توګه اخلاقي لارښوونې رامنځته شوې او د غلام ازادولو لپاره مختلفې هڅونې په کار ولویدلې، لکه د مختلفو ګناهونو کفارو کې یوه کفاره د غلام یا څو غلامانو ازادول دي، داراز د غلام ازادول په مطلقه توګه د ثواب لوی عمل وبلل شو. غلام ته خلک په انسانیت قایل شول، غلام د انساني تمدن فعال ګډونوال وګرځیدی او غلام په اسلامي علومو کې پوره ونډه پیدا کړه، د دې کارونو پایله دا شوه چې څه موده وروسته په اسلامي نړۍ کې د غلامي موضوع په مکمله توګه وتړل شوه او اوس عملا غلامي هیڅ شتون نه لري.

په انساني تمدن او اسلامي علومو کې د غلامانو د ونډي او پراخه ګډون په اړه دلته د مشهور اموي خلیفه عبد الملک بن مروان او د وخت مشهور محدث امام ابن شهاب الزهري رحمه الله یوه مکالمه رااخلم، د دوی دواړو تر منځ دا پوښتنې او ځوابونه خورا په زړه پوري او دلچسپ دي، باید ووایم چې اموي خلیفه عبد الملک په 86هـ کال کې وفات شوی دی، یعني دا مهال د اسلام لا یوه پېړۍ هم نه وه پوره شوې خو له دې خبرو نه به معلومه کړو چې هغه مهال په مسلمانه ټولنه کې غلامان کوم مقام ته رسیدلي وو او په علمي لحاظ د هغوی ارزښت څومره لوړ او د پام وړ ګرځیدلی و.

اموي خلیفه عبد الملک بن مروان له مشهور عالم ابن شهاب الزهري رحمه الله نه پوښتنه وکړه: د مسلمانانو مختلفو ښارونو کې هغه ستر او مشهور علماء راوښیه چې د عامو مسلمانانو د زیاتي توجه وړ وي؟ الزهري ورته وویل: د کومو ښارونو علماء دروښیم؟ عبد الملک په لاندې ډول پوښتنې پیل کړې:

عبد الملک: ته فعلا له کومه ځایه راغلې؟

زهري: مکي مکرمي نه

عبد الملک: دا مهال څوک د مکې د خلکو مشر او سرخيل عالم و؟

زهري: عطاء بن ابي رباح

عبد الملک: هغه اصلي عرب دی که غلامانو نه دی؟

زهري: له غلامانو نه دی

عبد الملک: عطاء دا دومره ستر مقام په څه شي ترلاسه کړی دی؟

زهري: دین او د حدیثو علم

عبد الملک: یقینا هم دا دواړه سړی د مشرتوب او سرخیلي مقام ته رسوي، دا ووایه چې یمن کې د مسلمانانو

امام او پيشوا څوک دی؟

زهري: طاؤس بن کیسان

عبد الملک: ایا هغه عرب دی که له غلامانو نه دی؟

زهري: هغه له غلامانو نه دی

عبد الملک: هغه دا ستر مقام په څه شي ترلاسه کړی دی؟

زهري: په هغه شي چې هغه سره عطاء دا مقام ترلاسه کړی دی

عبد الملک: مصر کې دا مهال د مسلمانانو امام څوک دی؟

زهري: یزید بن ابي حبیب

عبد الملک: عرب دی که غلام؟

زهري: غلام دی

عبد الملک: شام کې د مسلمانانو امام څوک دی؟

زهري: مکحول

عبد الملک: عرب دی که غلام؟

زهري: غلام دی (د هزیل قبيلې یوې ښځي ازاد کړی غلام و، اصلا د سیند و او ذهبي وايي چې قاف به یې کاف تلفظ کاوه)

عبد الملک: جزیره (د فرات او دجله منځنۍ سیمه) کې د مسلمانانو امام څوک دی؟

زهري: میمون بن مهران

عبد الملک: عرب دی که غلام؟

زهري: غلام دی

عبد الملک: د خراسان ستر امام څوک دی؟

زهري: ضحاک بن مزاحم

عبد الملک: عرب دی که غلام؟

زهري: غلام دی

عبد الملک: بصره کې د مسلمانانو امام څوک دی؟

زهري: حسن بن ابي الحسن (حسن البصري)

عبد الملک: عرب دی که غلام؟

زهري: غلام دی

عبد الملک: (په غوسه شو) ستا په حال افسوز دی، د کوفي امام څوک دی؟

زهري: ابراهیم النخعي

عبد الملک: عرب دی که عجم؟

زهري: عرب دی

عبد الملک: اف زهري، په دا وروستۍ خبره دې زما د زړه درد لیږ ارام کړ. بل روايت کې راغلي عبد الملک وویل: که دا وروستۍ خبره مو نه وی کړې نږدې وه سینه به مې پړق چاودلې وه.

له دې وروسته عبد الملک بن مروان د خپل مجلس خلکو ته وویل: دا غلامان به خامخا د عربو امامان او پیشواګان جوړیږي، په منبر به یوه غلام ناست وي او لاندې به عرب ورته ناست وي، عبد الملک د غوسې په حالت کې دې ته ورته څو نورې خبرې هم وکړې، خو امام ابن شهاب الزهري رحمه الله ورته وویل: امیر المؤمنین! دین د الله خبرې دي او دین د الله دی، هر څوک چې د الله د دین علم ترلاسه کړي او عالم وګرځي هغه به د خلکو امام او پیشوا وي او څوک چې دا علم ترلاسه نه کړي هغه به په ځمکه ولویږي. معرفة علوم الحدیث للحاکم، ص: ۱۹۸، مقدمة ابن الصلاح، التدریب للسیوطي، فتح المغیث للسخاوي. د تدوین الحدیث په حواله

ناویلي دې نه وي پاته چې د بنو امیه ځیني واکمن سخت قوم پرست او د عربو برتري غوښتونکي و، چې یو یې هم عبد الملک بن مروان و، خو پخپله عبد الملک چې کله خپلو زامنو ته استاد نیوی هغه هم یو ازاد شوی غلام عالم و، چې اسماعیل بن عبید نومیدی، کله یې چې هغه استاد ټاکه عبد الملک ورته وویل چې ستا د استادي به پوره معاش درکوم، خو اسماعیل یو حدیث ورته وویلې او د هغه په رڼا کې یې په قران اجرت اخیستل رد کړل، خو عبد الملک ورته وویل: چې دا د عربيت او نحو اجرت دی. ابن عساکر په (تاریخ مدینه دمشق) کې لیکي : کله چې عمر بن عبد العزیز رحمه الله خلیفه وټاکل شو همدا اسماعیل بن عبید یې د افریقا والي مقرر کړ او هلته د بربر قوم اکثره د ده د ولایت په موده کې په اسلام مشرف شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x