افغانستان

سيګار وايي، ۲۰۱۶ د افغان ځواکونو لپاره مرګونی کال و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ غویی، ۱۳۹۶): افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د پلټنې او څار ادارې «سيګار» ويلي تېر ۲۰۱۶ کال کې د ملي اردو شاوخوا اووه زره پوځيان د طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي او ۱۱۷۷۷ نور ټپيان شوي دي.

فرانس پرېس خبر اژانس د سيګار چارواکو له خولې ليکلي، چې ډېری دغه عسکر په تېر ژمي کې د طالبانو سره په مخامخ جګړو کې وژل شوي او يا هم ټپيان دي.

د سيګار په وينا ۸۰۷ عسکر يوازې د تېر کال د جنورۍ له پيله تر ۲۴ فبرورۍ پورې وژل شوي دي.

سيګار وايي، چې افغانستان په يوه مرګونې جګړه کې ښکېل دی، هره ورځ، چې د طالبانو په جګړو او چاودنو کې څومره امنيتي او دفاع ځواکونه وژل کېږي، د افغانستان لپاره هېښوونکی دی.

د سيګار د راپور له مخې د ۲۰۱۵ کال په پرتله د افغان امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله پنځه دېرش سلنه زياته شوې ده.

۲۰۱۵ کې د امنيتي ځواکونو د وژل شوو عسکرو شمېر پنځه زره و.

حکومت تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی، خو د سيګار راپور له دې امله هيښوونکی بلل شوی،چې پخوانيو کلونو کې به ژمي کې د طالبانو سره جګړې کمزورې کېدې، خو د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ ژمی د پخوانيو کلونو په پرتله د امنيتي ځواکونو لپاره مرګوني بلل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x