نظــر

نن ورځ د کارګر ده (که دخان او زورور ده)

بخت الرحمن (شرافت)

سهار له اوو بجو څخه مخکي له کوره څخه راووتم غوښتو مي له نژدې دکان څخه دناشتې لپاره څه وپیرم، که ګورم میرعالم اکا تیز تیز کوڅه کې روان ده، ورباندې مي ږغ کړ، میر عالم اکا چیري تیزتیز ګامونه اخلې د کارګر ورځ ده لکه چې چیري میلې ته تیاري نیسې،،، کومي خواته وزې له خیره او نور څوک درسره ملګرې دي.

میر عالم چې زما ږغ واورید اوږده سایې واخیسته او بیا زما خواته نژدې رالی، وایې حاجې صاحب محترم، داخو ښه ده چې پوه دي کړم، خدای شته ډيره مي خوا بده وه، چې ولي رئیس صاحب نن دومره وختي راباندي ږغ وکړ چې ژر راسه،،، ګلالا،،، له پلاني ښاره څخه را رسیږي میدان هوایې ته ژر ځان ورسوه وروسته بیا دخلګو ګڼه ګوڼه زیاتیږي هغه به درته انتظار وي کورته یې را ورسوه اوبیا موټر پریوله زمونږ کورني ماشومان ددوي دخاله کره بوزه هلته ورسره پاته شه ماښام یې بیرته کورته راورسوه.

میرعام اکا وايې داخو ډيره ښه سوه چې پوه دي کړم ما خوه رئیس صاحب ته خوا بده وه چې ولي یې نن دومره وختي را وغوښتم خبر نه وم چې نن دمزدور ورځ ده مزدوران باید وختي له کوره را ووځي او ترماښامه پوري کاروکړي، دغه ده چي شیرعالم ته هم دهغه د ادارې لخوا ماښام زنګ راغلی وه، چې سهار وختي ځان را ورسوه او کورونۍ دي خبره کړه چې نن ترماښام نا وخته پوري نشم راتللی ځکه مونږ چیري میله باندي وزو ته باید راسره ولاړ شي او هلته دمیلې ترتیب راته برابرکړې.

هاي زما بیچاره او نا خبر کارګره، ته تر اوسه نه یې خبر چې د کارګر ورځ ولې لمانځل کیږي نن هغه ورځ وه چې ته باید ملکانو، رئیسانو او حاکمانو پرسرو کښینولی وای، ځکه ستا دلاسونو تڼاکي دي چې دوی نن میلې ورباندي کوي، ستا زیار او زحمت دي، چې ددوي په واک او اختیار کې دي هسکي هسکي کوټۍ ورکړې دي، خو افسوس چې ته نن په خپله ورځ باندي خبرهم نه یې، نن دنورو ورځو په پرتله زیات زیار باسې، زیات ستړی او هلاک یې.

خدای شته دمیرعالم خبرو ډير ودردولم راباندي یې ډیر بد اثر وکړ، کورته راغلم اول خو مي خپل یواځیني کارګرته چې زما سره کارکوي ټیلفون وکړ، درې ورځي رخصت مي ورکړ او ورته مي دیوې جوړي کالو وعده هم ورکړه، بیا مي قلم او کاغذ ته لاس کړ له ګارکر سره دخواخوږۍ پربنسټ مي داڅو ناچیزه توري ولیکل.

حکومتي چارواکې، اداري رئیسه او فوځي جنراله داچې نن تاسو جنرالان، رئیسان او حاکمان یاست دا ټول دکارګر دمټو زور ده، دکارګر دلاسونو تڼاکي دي چې ته یې دریاست او وزارت چوکۍ ته رسولی یې، دا د کارګر زیار او زحمت دئ چې نن تاته جلا، زوی ته جلا او لورته جلا موټر ولاړدئ.

رئیسه ، والي او قومندانه خبریې چې هرڅه دې دکارګر د زحمت له لاري ترلاسه کړي، دکارګر دلاسونو په مټ جوړي شوې ځکمي او زرغون کښت مالیه او تیکس دئ چې تا ورباندي ګوټۍ او ماڼۍ جوړي کړې،، خوته دومره ظالم یې چې دکارګر د ورځي له نوم څخه هم غلطه استفاده کوې، ورځ دي دکارګر په نوم نومولې، خو میلې ورباندي ته کوې، نوم دي دکارګر د ورځي ورکړی رخصتي ته او ستا بچیان کوي، کارګر نن بیا هم ستړی او هلاک دئ، کارګر نن هم له کوره وتلی او له بچیانو څخه لري دئ.

نن خو مناسب داوه چې دکارګر کورته ستا له کوره پخه ډوډۍ ورغلې وای، رخصت وای وکورته یې له ګلانو سره ورغلی وای او د نن ورځي معاش او اجوره یې دنورو عامو ورځو په پرتله درې برابره وای، ځکه همدغه کارګر ده چې مونږ ته يې کارکړی، ددغه کارګر دلاس حاصل دي چې زه او ته ورکي چړچې وهو، نن چې نړۍ کي کوم پرمختګ او ترقي ترسترګو کیږي دغه ټول دکارګر د زیار او کار محصول دي.

نوراځي چې دکارګر ورځ دکارګر لپاره کړو دغه ورځ باندي کارګرته رخصت ورکړو، نه رئیس، والي او زورورته، راځي یو قول او پیمان وکړو چې نوربه دکارګر د ورځې په مناسبت دکارګر ددغې ورځي اجوره درې برابره کوو، او راځي دغه ورځ باندي اصلي کارګر وپیژنو، داسي نه چې ورځ دکارګر وي خو مزې د زورور.

دکارګر دورځې په مناسبت…. له کارګر سره خواږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x