
چې ملي شوری د بهرنیو ځواکونو مخالفه ده نو هغوئ را ځي د چا په خوښه؟
نن ټکی اسيا- سرليکنه
د خبري رسنیو د خبر له مخې درې سوه تازه دمه امریکايي پوځیان هلمند ولایت ته رسېدلي او هلته یې د ښوراب په پوځي اډه کې تر ځای په ځای کیدو وروسته خپل پوځي ماموریت دوباره پیل کړی دی.
د هلمند ولایت دولتي چاروکي وايي چې د امریکا تازه ورغلي سمندري پوځیان به یوازې د ولایت د نظامي شورا له غوښتنې سره سم په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي او د داخلي سرتیرو مرسته به کوي.
پنټاګون د ۲۰۱۴۴ م کال کې په آخیر کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسا وه ، خو په ۲۰۱۵ کال کې یې بیرته په ځینو ولایتونو کې هغه له سره پیل او د دولتي ځواکونو په پلوي یې هوايي بریدونه وکړل چې د هغو له جملې څخه یو هم په کندوز کې د بي پولې ډاکټرانو د روغتون بمبارول و چې په لسګونو طبی پرسونل او بستري ناروغان ورکي ووژل شول .
د ۲۰۱۴۴ کال په پای کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ په مهال غربي پوځي ماهرین خپله په دې نظر وو چې په افغانستان کې د هغوي پوځي ماموریت ناکام او دلته یې د امنیت له ټینګښت سره هیڅ مرسته نه ده کړې.
مرسته څه چې خپله امریکایان تر۱۶۶ کلن پوځي شتون وروسته اوس ادعاء لري چې په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ ۲۰ نورې په اصطلاح تروریستي ډلې شته دي چې په یاد هیواد سربیره د ټولې سیمې امنیت تهدیدوي.
په ۲۰۰۱۱ کال کې پر افغانستان د بهرنیو ځواکونو د یرغل په مهال امریکایانو یواځې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره ۱۵۰۰۰۰ کسیز ځواک تشکیل او ۱۶ کاله یې په افغانستان کې پوځي فعالیت وکړ چې اخرنۍ پایله یې په اصطلاح د ۲۰ تروریستي ډلو موجودیت شو ، اوس به وګورو چې د ۲۰ تروریستي ډلو د له منځه وړلو په پلمه د خوا وشا ۸۰۰۰ امریکايي ځواکونو پوځی ماموریت به دلته د څونورو سلګونو تروریستي ډلو د راپیدا کولو لامل کیږي؟
د حیرت وړ خبره دا ده چې د هیواد د سیاسي نظام تر ټولو معتبره تقنیني ځواک ملي شوری (ولسي او مشرانو جرګه ) کومه چې د هیواد د داډول محوري موضوعاتو مسؤلیت ټول هغوی ته راجع کیږي هغوي هیواد ته د بهرنیو ځواکونو راتګ د سولې په ګټه نه بولي او ورسره مخالفت کوي ، خو بهرني ځواکونو پرته له دې چې د ولس د استازیو د نظر احترام وساتي مستقیما له خپلو هیوادونو څخه هلمند ته راځي او هلته په خپل سر پوځي اډوکې ځای پرځای کیږي.
له بده مرغه د ملي یوالي په نوم حکومت چې ځان د ولس د ارادې ممثل بولي د بهرنیانو د دې ګستاخانه په مقابل کې د هیڅ کولو او هیڅ ویلو توان نه لري ، په ټیټو سترګو د راغلیو بهرنیانو راتګ ته توجهات لټوي او خپله بقاء د بهرنیانو د همدې یرغلګرانه راتګ مرهونه ګڼي.