افغانستان

کرزی: د امريکايانو په شتون کې د افغانستان هيڅ خیر نشته

ولسمشر کرزي برتانوي اخبار “ټيليګراف” سره په مرکه کې ويلي چې د امريکايي عسکرو په شتون کې د افغانستان هيڅ خیر نشته. کرزي ويلي چې دا دولس کاله يې په ډېرو زاريو او منت امريکايانو ته څو څو ځله ويلي چې د ولسي وګړو له وژنې لاس واخلئ. ولسمشر کرزي په همدې مرکه کې ويلي چې د ۲۰۱۳ م د جون له مياشتې تر ننه يې له باراک اوباما سره خبرې نه دي کړي. کرزی له امريکايانو ډېر ګيله من دی او ويلي يې دي چې امريکايانو راسره مرسته نه ده کړې،

بلکې تل يې زما پر خلاف کارونه کړي دي. کرزي ويلي چې امريکايانو په افغانستان کې په ميلياردونو ډالر تاوان کړی او او له ۲۲۰۰ ډېر عسکر يې په افغانستان کې وژل شوي دي. کرزي ويلي، هغه پیسې چې بايد پر پوليسو او افغان امنيتي سکتور لګول شوې وای، پر خصوصي امنيتي کمپنيو ولګول شوې، چې په هيواد کې د نا امنۍ او ناقانونۍ لامل شوې. کرزي ويلي چې امريکايانو زموږ د ولس پر خلاف رواني جګړه پیل کړې، زموږ له هيوداه پيسې و وتلې، يو کم شمېر خلک يې مالداره او اکثريت بې وزله او غريبان کړل. کرزي ټيليګراف سره په مرکه ويلي چې دی په افغانستان د برتانيې ماموريت ته خوشبين و خو په ټوليزه توګه په افغانستان کې د ناټو ماموريت کامياب نه و په ځانګړې توګه په هلمند کې.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x