شعـــــرونه

غزل/ اصف اقبال بابکر خېل

اصف اقبال بابکر خېل

یاره پوهیږې ته چې ولې شاعري کوومه
ځکه چې زه له دردره ډکه زندګي کوومه

ګريوان شلیدلی د شپې چغې په کوڅو کې وهم
دا دوه کارونه یاره زه د لیوني کوومه

زړه مې اوبه ده نور د زغم کوم توان ندی پاتې
یقین دې وشه ستا په یاد مسافري کومه

که ته زما نه شوې نو څه وشو یوازې نه یم
ژمنه کوم ستا په غمونو ماسټري کوومه

ما توبه وکړه نور په هیچا باور نده پاتې
دا ځلې صرف به د مور او پلار یاري کوومه

لرې ترې ځم نوره پریږدمه دا د مینې نړۍ
اقباله دا کار مې په خوښه د زړګي کوومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x