افغانستان

د ننګرهار بټي کوټ کې پر امريکايي عسکرو سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ غویی، ۱۳۹۶): د تورخم جلال اباد پر لويه لاره بټي کوټ ولسوالۍ کې پر امريکايي کتار بريد کې شپږ امريکايی عسکر وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت چارواکو منلې، چې نن ماسپښين څه د پاسه درې بجې د امريکايي ځواکونو پر کتار د سوزکي موټر پر مټ بريد شوی دی.

د ننګرهار ولايت رسنيز دفتر وايي، په دغه بريد کې امريکايي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی او يوازې سرتېری بريدګر په کې وژل شوی دی.

خو  د بټي کوټ ولسوالۍ باريکاب سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکی اسيا ته وويل، چې د امريکايي عسکرو کتار باريکاب سيمې کې د جلال خوا ته روان و، چې موټربم بريد پرې شو. دی وايي په دغه بريد کې يو ټانک ويجاړ شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د دغه بريد مسووليت منلی او وايي، چې په دغه موټربم بريد کې يو امريکايي ټانک ويجاړ شوی او شپږ عسکر په کې وژل شوي دي.

طالبانو ويلي په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره کړي.

افغانستان کې د ناټو پرېکنده ماموريت دفتر تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x