افغانستان

تمیم نورستانۍ وایی د یوی دسیسی ښکار شوی

د افغان دولت لخوا د نورستان والی او ددی ولایت د یو شمیر نورو ادارو مسولینو د طبیعی پیښو په وړاندی د مبارزی اداری سره د شاوخوا ۳۰۰۰ ټنه مرسته شوو غنمو د اختلاص په تور یی دندی وځنډول شوی

خو تمیم نورستانی په یوه مطبوعاتی کنفرانس کی وویل چی دا دده او دده د ټیم د یو شمیر غړو په وړاندی جوړه شوی دسیسه ده

نورستانۍ یادونه کوی چی څو ورځي وړاندی یاد ولایت ته یو هیت راغلی وه او دده له کارونو یی رضایت ښودلی وه

خو نوموړی وایی چی ولسمشر کرزی ته یی د غنمو د توزیع په اړه بل ډول معلومات ورکړي  وه چی دا ریښتینولی نه لري

او دوی کولای شی  د رسنیو په مخ دولت ته خساب ورکړی

نوموړی وایی  وایی نورستان سره مرسته شوي شاوخوا ۳۰۰۰ ټنه غنم څخه څلویښت فیصده په غریبو ویشل شوی او شاوخوا شپیته فیصده  یی پاتی دی
نوموړی وایی چی مرکزی دولت ددوی په اړه دومره ژر پریکړه نیول عادلانه نه ده او له مرکزی دولته یی غوښتنه وکړه چي ژر تر ژره دی یو لوړ روتبه هیت مقرر او نورستان د غنمو په اړه دی پلټنه وکړی

په داسی خال کی د نورستان والی تمیم نورستانی د طبیعی پیښو په وړاندی د مبارزی اداری مسول افاق بریالۍ او د کلیو پر اختیا ریس انجینر معصوم دندی ځنډول کیږی او څارنوالی لخوا تری د تحقیق امر کیږی چی څو ورځی وړاندی هم یو شمیر استازی د یادو غنمو د توزیع په اړه د پلتڼی لپاره دی ولایت ته راغلی وه عام نورستانیان د والی او یو شمیر نورو نمایندګانو تر منځ اختلاف ته اشاره کوي چی دا ډول اختلافونو د عامو خلکو په ژوند بد اغیز غورځولی

زرداد شینواری پارون

 {dailymotion}x1b4xvz_%D8%AA%D9%85%DB%8C%D9%85-%D9%86%D9%88%D8%B1%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%DB%8D-%D9%88%D8%A7%DB%8C%DB%8C-%D8%AF-%DB%8C%D9%88%DB%8C-%D8%AF%D8%B3%DB%8C%D8%B3%DB%8C-%DA%9A%DA%A9%D8%A7%D8%B1-%D8%B4%D9%88%DB%8C-%D9%86%D9%86-%D9%BC%DA%A9%DB%8C-%D8%A2%D8%B3%DB%8C%D8%A7_news{/dailymotion}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x