د تعليم الاسلام د سيالۍ صحنه

هريپور کې د تعليم الاسلام سيالي ترسره شوه

د پاکستان د پښتونخوا ايالت د هريپور د افغان کډوالو په کيمپ کې د اسلامي عقيدې او فقې د پيليز کتاب (تعليم الاسلام) سيالي ترسره شوه چې په کې په سلګونو زده کوونکو برخه اخيستې وه.

دغه سيالي  چې نوم ليکنه او داخله يې څو ورځې وړاندې پيل شوې وه د هريپور د ټولو کيمپونو د ليسو او ښوونځيو زده کوونکو په کې نوم ليکنه کړې وه چې د يکشنبې په ورځ (د مئ ۳۰ مه) يې ازموينه ترسره شوه.

د ازموينې صحنه چې د محمديه ليسې په انګړ کې جوړه شوې وه، پيل يې د قران عظيم الشان په تلاوت وشو چې ورپسې د سيمې ستر ديني عالم شيخ القرآن والحديث مولانا عزيز الله مظهري د ازموينې ګډونوالو ته خبرې وکړې او د ځوانانو له پاره يې دغه ډول سيالۍ او ازموينې د اسلامي تعليماتو په زده کړه کې مهمې وبللې.

ښاغلي مولانا مظهري د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې کله مسلمانانو په دين عمل کړی دی نو برياليتوب يې ترلاسه کړی دی، خو کله چې يې دين پريښي ناکام شوي دي، هغه د مسلمانانو د عزت لامل يوازې اسلام او مسلماني وبلله او زياته يې کړه چې د مسلمانانو يو والی او اتحاد د مسلمانانو او اسلام په ګټه دي.

مولانا مظهري زده کوونکو ته د عصري علومو ترڅنګ د ديني علومو د زده کړې سپارښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې مسلمانان بايد خپل دين په سمه توګه زده کړي او عمل پرې وکړي، هغه همدا راز وويل چې اسلام هيڅکله د پرمختګ او عصري علومو مخالف نه دی او د يو اسلامي او پخپلو پښو ولاړ نظام د پايښت په اړه يې د قوي عقيدي، ښې پوهې او قوي اقتصاد شتون ضروري وباله او په ځوانانو يې غږ وکړ چې د هيواد د راتلونکې نظامونو واګي ستاسو په لاس کې دي چې چارې ترسره کول به يې ستاسو مسؤليت وي نو په همدې اساس په ديني او عصري علومو په ښه توګه ځان سنبالول د وخت اړتيا ده.

د مولانا مظهري  له خبرو وروسته د ازموينې پرچې په زده کوونکو ووېشل شوې او تر دوه ساعتونو پورې ازموينې دوام وکړ چې د سيمې او هريپور ته څېرمه د نورو ولسواليو څخه د ورغليو ښوونکو او څارونکو له لوري صحنه په بشپړه توګه تعقيب او څارل کېدله، چې په پوره شفافيت سره ازموينه ترسره شوه.

د سيالۍ يو تن تنظيموونکي استاد محمد ولي جواد وويل چې: دغه سيالي يې د لېسو د مديرانو او ښوونکو په ملتيا او همکارۍ په دې موخه جوړه کړې تر څو د ښوونځيو ځوانان د عصري علومو ترڅنګ له ديني علومو څخه هم په ښه توګه خبر شي، هغه د ازموينې د شفافيت په اړه وويل چې د ازموينې د شفافيت او تنظيم په برخه کې يې له ټولو شته امکاناتو څخه کار اخيستی او د هر ډول درغلۍ او لاسوهنې مخه يې نيولې ده.

د محمد امين په نامه د سيالۍ يو تن ګډون وال دغه سيالی د خپل ژوند يو په زړه پورې صحنه او خاطره وبلله او په ځوانانو کې د اسلامي تعليماتو د عامولو له پاره يې يو ښه او مثبت ګام وباله، هغه وويل چې دغې سيالۍ ډېر له اسلامي تعليماتو لرې ځوانان  په اسلامي تعليماتو خبر کړل او ددې سيالۍ له برکته يې د اسلامي عقايدو په اړه ډېر څه ياد کړل او د لانورې مطالعې احساس ورسره پيدا شو.

ددغې سيالۍ ازموينه چې په ۹ بجو پيل شوې دوه ساعته يې دوام وکړ او زده کوونکو تر ۱۱بجو پورې خپلې ټولې پرچې حل کړې، ددغې ازموينې پايلې د روان ميلادی کال د مئ د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د يکشنبې په ورځ اعلانيږی.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د