افغانستان

په بې پلوټه برید کې دوه تنه مړه او څلور ملکیان ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ غویی، ۱۳۹۶): د ننګرهار په هسکه مېنه کې د امریکايي ځواکونو بې پلوټه الوتکې بمبار کړی چې له امله یې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند د پيښې پخلی کړی او ویلي چې امریکايي الوتکو د هسکې مینې په اغز غونډۍ سیمه کې پر یوه سراچه ډوله موټر بمبار وکړ چې له امله یې د موټر چلوونکې په ګډون دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شول.

د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې په موټر کې سپور یو تن د «داعش» ډلې سرګروپ وو، خو پاته پنځه کسان ټول ملکي وګړي وه. چې د جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال شوي.

تر اوسه داعش او نه هم امریکایانو په دې اړه غبرګون ښودلی خو ددې تر مخه هم داسي ډیرې پيښې شوي چې دداعش په نامه ملکي وګړي په نښه شوي او وژل شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x