
سرپرست دفاع وزیر وایي د شاهین قول اردو غچ به واخلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ غویی، ۱۳۹۶): د شاهین قول اردو پیښې وروسته تازه ټاکل شوی سرپرست دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او لوی درستیز شریف یفتلي د خپلو دندو سمبالولو وروسته په لومړي ځل د شاهین ۲۰۹ قول اردو څخه لیدنه وکړه.
سرپرست دفاع وزیر د شاهین قول اردو عسکرو ته په وینا کې وویل چې د طالبانو څخه به ددوی د هر افسر، بریدمل او سرتیري غچ اخلي.
بل خوا نوي ټاکل شوي لوی درستیز په خپله وینا کې طالبان د اسلام له دایرې څخه «وتلې» وبلل.
باید وویل شي چې د شاهین ۲۰۹ قول اردو په برید کې تر ۲۵۰ زیات عسکر ووژل شوه، په داسي حال کې چې د طالب بریدګرو شمېر لس تنه وو.
زه د عسکرو او پولیسو په مرګ خفه کیږم حتی د اشغالګرو عسکرو په مرګ هم نه خوشالیږم ، په دی چه اشغالګرو هم له خپلو هیوادو غریب عسکر زمونږ هیواد او نورو هیوادو ته د خپلو استعمار ګټو ( استثمارولو او غلامولو ) د تر لاسه کولو د باره پری مظلوم او غریب اولسونه وژنی ، هغوی غریبان دی چه دغه خبیثی دندو ته مجبوریږی . او زمونږ هیواد یی هم د غریبی او بی سوادیو سره مخ کړی خلکو ته چه خبلی کورنی يی ژوندی پاتی شی له دغه خبیثو دندو نور څه نشته او نابوهه او بی… نور لوستل »