
د حزب اسلامي بندیان نن هم خوشي نه شول
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ غویی، ۱۳۹۶): د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د تفاهم پر اساس په حزب اسلامي ډلې پوري تړلې بندیان به له زندانونو خوشي کیږي.
ټاکل شوې وه چې د بندیانو لومړۍ ډله باید یوه اونۍ وړاندي خوشي شوې وای، خو دغه چاره وځنډېدله او نن د حزب اسلامي ډلې مسؤولین د رسنیو په ګډون د پلچرخي زندان ته تللي وو تر څو بندیان تسلیم کړي، خو نن یو ځل بیا د بندیانو د خلاصون موضوع ددواړو لورو تر منځ د اختلاف سبب شوه.
ویل کیږي چې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د توافق سره سم د ۶۹ بندیانو پر ځای د ۵۵ تنو د ازادولو فرمان صادر کړی، چې له امله یې د حزب اسلامي ډلې د بندیانو له تسلیمولو څخه انکار وکړ.
ویل کیږي چې په کابل کې د امریکايي ځواکونو په غوښتنه د ۱۳ تنه بندیانو نومونه له هغه لیسته ایستل شوي چې د خوشي کېدو توافق یې له مخکې شوی وو.
د حزب اسلامي ډلې ویاند قریب الرحمن سعید رسنیو ته ویلي چې تر څو ددوی پوره بندیان خوشي شوي نه وي، دوی به پر دې مسله د حکومت سره نور تفاهم او خبرې ونه کړي.
د حزب اسلامي سرچینې وايي، د بندیانو په لومړۍ ډله کې یو بندي د کندهار له زندانه لادرکه دی.
ای ای دا #### به کله پوهیږی ددوی په زړو له طالب سره د بی کچی، بی ځایه او بی دلیله حسد او رخی له وجی مهر لګیدلی دی نه پوهیږم چی دوی به کله پوهیږی دا تسلیمیان باید پدی پوه شی چی دا اوس چی امریکایان او دهغوی افغان نما داخلی لاسپوڅی سکولریستان او دیموکراسان دوی ته څه نه وایی ددی وجه خاص او خاص طالب ده چی غواړی دهغه په ضد ترینه استفاده وکړی کنی اوس به یی وخته د ناقض حقوق بشر او ډیرو نورو جرمونو په اساس د کابل په چوکونو کښی را ځړولی و ښه… نور لوستل »
حزب سلامی بندیان له کومه کړل ، د حکومتیار بچیان ازاد کابل او اسلام اباد تر منځ په مرمی ضد هغه ګاړو کی چه د امریکا له خوا ورکول شوی وو ګرځیدل د اسلام اباد په تر ټولو لویو او معتبرو پوهنتونو کی یی د انجینری او داکتری په رشتو کی تر ماستری او پی اچ ډی یی زده کړی تر لاسه او د اسلام اباد په دیر خوندی ځای کی ورته د امریکا په ډالرو ورته لویه بنګله ورکولی شوی او د پاکستان دعسکرو له خوا یی ساتنه او څارنه کیږی . غیرت بهیر څو میاشتی نمایشی د ګوانتانامو… نور لوستل »
په پښتو کې ىو متل دی څوک چې خدای پاک شرموي نو مرداریې په تخته روانیږي او ترې وزي
حکمتیار اوس شرمېدلی دی !!
ابلیس ته الله ج تر بل هر مخلوق ډیر علوم ورزده کړی وو ، تر دی چه د ملایکو استاذی به یی کوله، دا چه دومره پوهه یی درلودله او له اوره هم خلق شوی وو ځان یی د ادم ع په ځای د خلافت وړ ګڼلو یعنی د اور له جنسه یی غرور او لویی او د پوهی له زیاتوالی یی د ادم ع سره د خلافت په تر لاسه کولو حرص او حسد وکړو چه له امله یی د الله ج له امره سرغړونه وکړه الله ج ورته د الله ج له رحمت څخه د تل د پاره… نور لوستل »