الشیخ عبد الفتاح أبو غدة رحمه الله

یو څو اهم اسلامي آداب (7): شپږم ادب: دروازه ټکونکي لپاره دنوم ورښودلو ادب

لیکنه: عبد الفتاح ابو غده

ژباړه: مفتي احسان اللّه

6- دروازه ټکونکي لپاره سنت دا دی چې خپل پوره نوم ورته وښيې

کله چې ته دیو چا دروازه ور وټکوي، او له دننه درته اواز وشي: چې څوک يې؟ نو ته خپل هغه نوم ورته ښیه په کوم نامه چې ته یاديږي، داسي: چې زه فلانی یم، لهذا داسي مه وایه: یو څوک یم! یا: زه یم! یا: یو شخص یم! ځکه دننه والا په دغه الفاظو سره څوک نه پیږني، او ستا دا خیال دي هم صحیح نه دی، چې دکور خاوند به ما له اواز نه پيږني، ځکه دیو چا اواز له بل اواز سره کله کله ډیر برابر وي، او داواز انداز هم یو دبل سره مشابه وي، لهذا دا لازمي نه ده، چې دکور خاوند ستا اواز وپيږني، یا دي له نورو نه ستا اواز جلا کړي، ځکه غوژونه هم داواز په پيږندلو کې غلطیږي، او نبي علیه السلام په جواب کې د(زه) ویلو والا ندی خوښ کړی، ځکه له دې نه په صحیح طریقې سره څوک نه پيږندل کیږي.

امام بخاري او امام مسلم له حضرت جابر بن عبد اللّه رضي اللّه عنه څخه راوایت کوي، چې هغه فرمايې: زه دنبي کریم صلی اللّه علیه وسلم په حضور کې حاضر شوم، ما چې دروازه ور وټکوله، نو ده صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل: څوک؟ ما په جواب کې ورته وویل: زه، نو ده صلی اللّه علیه وسلم دناخوښي دڅرګندولو په ډول داسي وفرمایل: زه، زه! ګواکي ده صلی اللّه علیه وسلم ته زما (زه) ویل خوښ نه و.

دا لامل و چې کله به صحابه کرام رضي اللّه عنهم ته وویل شول چې: څوک؟ نو هغه به خپل پوره نوم ورته یادا وی.

له ابو ذر غفاري رضي اللّه عنه څخه بخاري او مسلم راویت کوي، چې هغه فرمایل: یوه شپه زه له کوره ووتلم، که ګورم رسول اللّه صلی اللّه علیه وسلم تنها روان دی، زه دسپږمۍ په شیوري کې په سي روان شوم، ده صلی اللّه علیه وسلم دشا خوا ته را وکتل او زه يې ولیدلم ويې فرمایل: دا څوک يې؟ ما ورته وویل: ابو ذر!

همداسي امام بخاري او امام مسلم د حضرت علي رضي اللّه عنه له خور او دده صلی اللّه علیه وسلم دکاکا له لور ام هاني څخه روایت نقل کړی دی، چې زه دنبي کریم صلی اللّه علیه وسلم په حضور کې حاضره شوم، ده -صلی اللّه علیه وسلم- غسل کاو، او دده -صلی اللّه علیه وسلم- لور فاطمې رضي اللّه عنها پرده ورته نيولي وه، ده صلی اللّه علیه وسلم وفرمایل: دا څوک يې؟ نو ما ورته وویل: زه ام هاني یم.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د