نړۍ

پيښور: کيسه خوانۍ کې چاودنې اوو تنه مړه او په لسګونو ژوبل کړل

نن ټکی اسيا: د پيښور ښار کيسه خوانۍ بازار کې د يو هوټل مخته د چاودنې له امله اوو تنه مړه او په لسګونو ټپيان شول. له چاودنې وروسته هوټل کې اوور بل شو او نژدې دوکانونو ته هم زيان اوښتی دی. چاودنه دومره قوي وه چې اواز يې تر لرې واوريدل شو. مرستندويه ډلې او امنيتي ځواکونه د پيښې ځای ته رسيدلي، مړي او ټپيان د پيښور لوی”ليډي ريډينګ” روغتون وړل شوي دي. د يادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم کيسه خوانۍ بازار يوې سيمنا کې چادونه شوې وه چې اوو تنه پکې مړه او ۳۱ ټپيان وو. پاکستاني طالبانو ويلي وو چې دغه چاودنه کې لاس نلري. د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو ايالتي وزير او د تحريک انصاف ګوند غړي شاه فرمان ويلي و چې دغسې چاودنې هغه جاسوي کړۍ کوي چې پاکستان کې امن نه غواړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x