افغانستان

سیګار: ټرمپ دي د تاریاکو ضد ستراتیژې جوړه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ غویی، ۱۳۹۶): په داسي وخت کې چې د امریکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره نوې ستراتیژې ترتیبوي او د نورو ځواکونو پر را لیږلو غور کوي، په افغانستان کې د امریکايي لګښت او بیا رغوني د څار اداره «سیګار» وايي چې ټرمپ دي د مخدره توکو پر ضد هم نوې ستراتیژې جوړه کړي، ځکه چې په وینا یې تېر کال ۲۰۱۶ کې د افغانستان د تاریاکو کښت د تیرو وختونو ټول ریکارډونه مات کړل.

سیګار وايي که څه هم امریکا د تاریاکو او مخدره توکو پر ضد د مبارزې لپاره ۸.۵ ملیارده ډالر مصرف کړی خو بیا هم په کال ۲۰۱۶ کې د تېرو کلونو په نسبت د هیروینو او مخدره موادو تولید ۴۳ سلنه زیات شوی.

د سیګار د راپور سره سم د ملګرو ملتونو د تاریاکو پر ضد مبارزې اداره چې د امریکا په مالي لګښت په افغانستان کې څېړنې کوي، د کال ۲۰۱۶ په اړه په خپله څېړنه کې ویلي چې د تېر کال په نسبت د تاریاکو کښت ۱۰ سلنه زیات شوی چې په دې توګه یې سږ کال ۲۰۱،۰۰۰ هکتاره ځمکه نیولې.

د راپور سره سم په افغانستان کې ۵۹ سلنه د تاریاکو کښت د هیواد په جنوبي ولایتونو کې کیږي، چې په هغو کې هلمند، کندهار، روزګان، زابل او دای کنډي شامل دي. د هلمند وروسته بادغیس دوهم او بیا کندهار دریم ولایت دی چې زیات تاریک په کښي کرل کیږي.

سیګار وايي چې د امنیتي ستونزو تر څنګ د افغانستان د تاریاکو ضد مبارزې په وزارت کې اداري فساد هم د تاریاکو د مخنیوي په وړاندي لوی خنډ دی.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر مهال د تاریاکو پر کرهنې بندیز وو چې له امله یې د طالبانو تر ولکې لاندي سیمو کې کرهنه صفر ته را ټیټه شوې وه خو د سیګار په وینا د امریکايي یرغل وروسته یو ځل بیا د تاریاکو کرهنه د ټولو مخکنیو کلونو ریکارډ مات کړ.

د ملګرو ملتونو د راپور سره سم افغانستان د نړۍ ۸۰ سلنه هیرویین تولیدوي.

سیګار د نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې باید په جدي توګه د تاریاکو د کرهنې پر ضد ستراتیژې جوړه کړې، تر څو یې په افغانستان کې مخه ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x