شعـــــرونه

غزل/ فضل الرحيم بلال

فضل الرحيم بلال

محدود له کوره ترکوڅې ګرځمه
اوس خودورځي نه دشپې ګرځمه!

یوه شـــېبه ربه ارام ته تــــــــږی
زه له مودو تڼاکي پــــښې ګرځمه

دچا فراق له ژوند مایوسه کړمه
اوس ماتي هیلي سترګي سرې ګرځمه

ځما دژوند لار.ده هرچا نیولې
زه،پـټ دمــــرګ لــــه ارا دې ګــرځمه

په شل فکرونو وېشل شوی یمه
تریو وجو لاندي ټوټې ګرځمه

دبلال زړه دی ماښامو خوړلی
ستومان په تاپسي سفېدې ګرځمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x