
پخې خبرې – دويمه برخه
o نيک کارونه زړه رغوي ،او ټول کارونه په نيت رغيږي (مطرف بن عبدالله).
o څوک چې هميشه حکمت او أدب د روم او فارس د خلکو له خبرو اخلي ، نو په زړه کې به يې د اسلام حکمت او أدب لپاره هيڅ ځای پاتې نشي(ابن تيمية رحمه الله تعالی).
o زړونه د رڼا ډيوې دي، کله يې چې تيل ګډ (غير خالص) شي نو بيا يې رڼا هم تته شي.
o مونږ مسکين خلک يو ، خپله روزي خورو او د اجل انتظار باسو(امام احمد رحمه الله تعالی).
o د نېکو او صالحو ملګرو ليدلو نه ډېره خوشحالي نشته ،او جدائې نه يې ډير غم نشته(امام شافعي رحمه الله تعالی).
o داسې وخت به راشي چې د مؤمن قدر به د وينځې نه هم کم وي (علي رضی الله عنه)
o یقينا دين د امتونو ساتونکی دی، او د امتونو کاميابي او نيکبختي په دين کې ده (سيد جمالدين افغانی رحمه الله تعالی)
o جاهل ژوندی مړی دی، او عالم مړی ژوندی دی (س.جمالدين افغاني)
o هغه قوم د ژوند حق نلري کوم چې په ښکاره د خپل حاکم بندګي او په پټه يې غيبت کوي (س.جمالدين افغاني)
o دویته ديموکراسي د خرما نه جوړ شوي بت پڅېر ده ، کله يې چې پکې ګټه وي بندګي يې کوي ، او کله يې چې پکې تاوان وي خوري يې (امام حسن البناء رحمه الله تعالی).
o هغوی (غرب او لاسپوڅي يې) امريکائې اسلام غواړي !!! هغه اسلام غواړي کوم چې د اودس په نواقضو فتوی ورکوي ، هغه اسلام نه غواړي (زمونږ د مسلمانانو دولتونو کې يې په تطبيق باندې نه راضي کيږي ، بلکې جګړه ورسره کوي) کوم چې د مسلمانانو په سياسي ، ټولنيز ، او اقتصادي حالت فتوی ورکړي (سيد قطب رحمه الله تعالی).
o که لاره راحتونو کې پټه وه او يا دردونو کې خو ته مخ پر وړاندې ځه ، که دردونه ډېر لوی وي بيا هم ځه ، ځکه تا سره د رب پيغام دی (حسن البناء رحمه الله تعالی).
o کله چې اخلاق خراب شول نو رزقونه کم شول(الشیخ عبدالحميد کشک رحمه الله تعالی).
o هغه ځمکه کې اسلام نشته کومه کې چې اسلام حاکم او شريعت يې قايم نوي… د ايمان نه غير کفر دی… او د اسلام نه غير جاهليت دی … او د حق نه غير ګمراهي ده.
o فتنه (ازميښت) دې لپاره ده چې د مؤمنانو او منافقانو ترمينځ جلاوالی راولي.
o که تاته دې د رزق درک نوي معلوم نو رزق ته دي درک معلوم دی.
o څوک چې پټ هغه کارونه کوي د کومو په ښکاره کولو چې شرميږي ، نو دی د خپل ځان قدر نکوي(ماوردي).
o حمدون بن أحمد رحمه الله نه پوښتنه وشوه: زمونږ خبرې ولې د تيرو پڅير ګټورې ندي؟ هغه وويل: ځکه چې هغوی به د اسلام د لويې ، د خلکو د ساتنې ، او د الله تعالی درضا کولو لپاره خبرې کولې ، او مونږ د ځان د لويې ، د دنيا غوښتنې ، او د خلکو د رضا کولو لپاره خبرې کوو.
o هغه دوه ورځې او دوه شپې چې مخلوقاتو د هغې پڅير څه نه ليدلې : یوه هغه ورځ چې د الله تعالی له لوري درته زيری راځي ؛ يا د عذاب او یا د رحمت وي، هغه ورځ چې ستا کتاب به درکول کيږي ؛ يا په ښې لاس او يا په چپ لاس . او شپو کې : د قبر لمړنۍ شپه چې دهغې پڅېر دې مخکې نوي تېره کړې ، بله هغه شپه چې د قيامت په ورځ به يې سبا کوې چې وروست ترې بيا شپه نه راځې (أنس بن مالک رضي الله عنه).
o هغه زهد ښه دی چې پټ وي(وهيب بن الورد)
o که د ابوبکر رضی الله عنه ایمان د ځمکې د خلکو د ايمان سره و تلل شي ، نو يمان به يې ترې ډير وي(عمر رضی الله عنه).
o صبر نیم ایمان دی ، او یقین ایمان دی(عبد الله بن مسعود رضی الله عنه).
o د علماء د مجلسونو څخه غير نور ټوله د نيا تپه تياره ده(حسن بصري)
o عالم په يو ښار کې د خوږې چينې پڅير دی (حسن بصري)
o ستر کرامت ، په دين باندې تل استقامت دی (ابن تيمية رحمه الله تعالی)
نسيبه. ف