شعـــــرونه

کلمه طيبه/ مسلمیار

ابوالعباس مسلمیار

ای کلمې طیبې مثل دي دنیا نه لري
تر تاقربان شه امت بله ارتقاء نه لري

ستا لا اله الا الله تر درست جهان درنه ده
د محمد رسول الله شان انتها نه لري

زړونه له تا ژوند اخلي سترګي مو په تا رڼي دي
چې در فدا شي شاه زلمي نوره سودا نه لري

څوک سیزي ځان څوک لیوني شي څوک اره اره شي
ستا محبت دی کنه بس بله معنا نه لري

ستا د عشق شور دی چې د مرګ تر غیږي خپله ورځي
دا پاک سپيڅلي ځوانان ته به وایې سا نه لري

له تا تر تا دا ټول جهان به دي په تبه ورکړو
خدای مکړه ته که نه یې سوبه ژوند د چانه لري

د مسلمیار لالهاند روح در پسي مړغوندي دی
بې تا تکیه بې تا اسره بې تا دوا نه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x