fbpx
night raid

کومک او همکاري – لنډه کیسه / ذره بین

(یادونه : دایوه دودیزه لنډه کیسه /خیالي افسانه  ده)

زیړي ګل به چې ماښام قضاء د بزګرۍ له ستړي کاره  راپه کور شو ، نو ماخستن به یې غم په رادیو غلطاوو ، دا وخت نودپخوا غوندې یوازې دلندن راډیو نه وه چې کلیوالو به  ډي بي سي بلله او ګوهر رحمن به په کې غږېده ، بلکې دامریکایانو له راتګ سره راډیوګانو داسې برکت کړی وو ، چې مه کوه پوښتنې . . . اشناراډیو ، اراکوزیاراډیو ، ازادي راډیو ، ارمان راډیو ، سوله راډیو،پخلاینه راډیو ،  پرمختګ راډیو ، او ګڼې نورې خو هغه راډیوګانې وې چې زیړي ګل به  په ایف ایم موج  کې نیولې ، په نورو موجو کې څو درزنه نورې راډیوګانې هم وې چې سهار ترماښامه ګډې وې .

زیړي ګل چې له سیاست سره یې ډیره نه لګیدله په راډیو یې یوازې موسیقي اوریدله ، چې ددوی په سیمه کې دامریکایانو له بیس څخه نشریدونکي یوې راډیو (بشردوستي راډیو ) به درسته ورځ  نشروله ، له موسیقي سره سره دامریکایانو دغې راډیو دنورو  رسنیو غوندې همیشه دامریکایانو دبشردوستۍ ، مرستو او خیریه کارونو راپورونه او  تبلیغات هم نشرول ، په راډیو کې د یوه پروګرام نوم  ( کومک او همکاري ) وو ، په دې پروګرام کې به هره ورځ ویل کیدل چې امریکایانو په پلاني ځای کې له خلکو سره مرسته وکړه ، او داسې یا هسې دبشردوستۍ کارونه یي وکړل .

راډیو به هره ورځ ویل چې امریکایان دنړۍ په سطحه ډیر بشردوست  او له غریبانو سره مرستندوی خلک دي ، دوی دنړیوالو سره دمرستو ځانګړې اداره لري  چې  USAID نومیږي ، امریکایان له  افغانستانه نیولې ، ترعراق ، افریقا ، جنوبي امریکا ، هندوچین او ګڼو نورو سیمو پورې له مختلفو قومونو سره  مرستې کوي .

یوه ورځ یې د( کومک او همکاري ) په پروګرام کې ویل ، چې امریکایان دعادي انسانانو برعکس یو څه لوړ او افضل خلک دي ، ځکه عادی خلک یوازې دځان په غم کې وي خو امریکایان دنورو خلکو غم اخیستي ، او همیشه دخپلې خولې مړۍ له نورو سره نیموي ، په پروګرام کې یې وویل چې ډیر پخوا امریکایانو دمارشال پلان په نامه یوه پرورګرام درلود ، چې ددنیا له غریبو خلکو سره یې وړیا مرستې کولې ، دا دمرستو هغه پرورګرام وو  چې بل ځای یي ساری نه دی لیدل شوی ، راډیوګانو به ویل چې امریکایان دومره مهربانه خلک دي چې آن ددنیا له بل سر څخه دافغانستان دخلکو سره دمرستې لپاره راغلي دي ، عادت خو دادی چې غریبان  دکومک غوښتلو لپاره  مالدارانو ته ورځي ، خو امریکایان دومره  مهربانه او کمینه خلک دي چې په غریبانو پسې ګرځي ، او ددنیا په لراوبر کې په غریبانو پسې خیراتونه ګرځوي ، چې دادی اوس یې دمرستو دغه خیرات افغانستان ته هم راوړی دی ، هره ورځ خلکو ته مرستې ورکوي ، نقدي او غیرنقدي کومکونه ویشي ، نن یې په فلاني ولایت کې په ماشومانو چاکلیټ  او پوکاڼۍ وویشلې ، پرون یې په فلانۍ ولسوالۍ کې  خلکوته غنم  او ټاټونه وویشل ، راډیو ویل چې امریکایان نه یوازې دافغانستان له  انسانانو سره مرستې کوي بلکې حیوانات هم بې مرستې نه پریږدي ، ځکه یوه ورځ دکومک او همکارۍ په خپرونه کې اعلان نشر شو ، چې سبا ته دایساف د ډاکټرانولخوا دولسوالۍ به بازار کې دحیواناتو دوړیا معالجې کلینک خلاصیږي ، کلینک به دوه ورځې دوام کوي ، که دهرچا غواګانې ، خره ، چرګان او یاسپیان مریضان وي کلینک ته دې راولي .
زیړي ګل به چې له راډیوګانو څخه پرلپسې دوړیا امریکایي مرستو او د پیسو او خوراکي شیانو دویش راپورونه اوریدل ، ژور چورت به واخیست ، یوه شیبه به یې خپلو چاودو لاسونو  او پښوته وکتل او بیابه یې سوړ اسویلۍ وایست ، له ځان سره به یي وویل ، موږ د خیټي دډکولو لپاره  درست کال لګیا یو خو بیا هم نیم نهر ګرځو، مګر خلک داسې بختور دي ، چې له امریکا څخه ورته مرستې کور ته راځي .

دزیړي ګل په زړه همیشه دامریکا مرستې وریدلې ، همشه یي ارمان کاوو ، چې کاشکې یوه ورځ خو امریکایي مرستندویان دده په کور هم ورپیښ شي ، ترڅو یي وویني چې داڅرنګه خلک دي ، ده دامریکایانو مرستې اوریدلې وې خو لیدلې یې نه وې ، زیړي ګل چې دایساف دراډیو د ( کومک او همکاري ) پروګرام یې هره ورځ اوریده ، دایې ډیر ارمان وو چې یوه ورځ دامریکایانوله  کومک او همکاري څخه برخمن شي .

نن شپه هم زیړي ګل تر ناوخته راډیو ته غوږوو ، په راډیو کې نطاقانو په ډبلو غږونو دامریکایي مرستواعلانونه خپرول، دشپې ناوخته چې دکورنۍ نور غړي ویده وو زیړي ګل دکومک اوهمکارۍ دخپرونې دریم تکرار اورېده ، کله چې خپرونه خلاصه شوه ، راډیو یي بنده کړه ، دخپرونې نوم ( کومک او همکاري ) یې په تصور کې غزونې وکړې ، نن یې د بړستن چورت موضوع همدا وه ، ترډیره یې دامریکایانو په مرستو کې چورت واهه ، د دوی کلي ته تراوسه امریکایان نه وو راغلي او یوازې یې دراډیوګانو له لارې دهغوی دمرستو خبرې اوریدلې وې ، داسې تصور یې کاوو چې یو وخت امریکایان ورباندې پیښ شوي وي او بې دریغه مرستې یې ورسره کړې وې ، په همدې چورتونو کې زیړیګل دخوب عالم ته لاړ .

شپه پخه شوې وه  چې درانه انفجار ځمکه ولړزوله ، زیړي ګل په ځای کې نیغ وغورځید ، له کړکۍ څخه یې ددروازې په خوا وکتل ، دسپوږمۍ په رڼا کې یې ولیدل ، چې دروازه دړې وړې پرته ده او له یوې خوا یي داور لمبې پورته کیږي ،زیړیګل  حیران ناست وو ، په ځمکه او فضاء کې دهلیکوفترو دروند غږ اوریدل کیده چې شاوخوا یي دورې خوړلې ، په همدې کې دیوه چینوک هلیکوفتر کڼوونکی ټپټپاری  رانږدې شو ، دزیړیګل ترڅنګ ویدو ماشومانو چیغې کړې ، میرمن یې هم راویښه شوې وه  دهلیکوفتر ددرانه غږ له ویرې زیړیګل په تیاره کوټه کې ځای په ځای وغځیده ، هلیکوفتر دکلا په دیوال راواوښت او یوه شیبه وروسته ، په بام ددرنو ټوپونو دربی شو ، هلیکوفتر په بام کسان پیاده کړل ، او لمرخاته ته څو پټیه  آخوا یي غږ ورک شو .

په بامونو  درب دروب ویره نوره هم زیاته کړه ، دماشومانو چیغې نورې لوړې شوې ، زیړیګل  چې حواسو یي کار پرې ايښي وو هیڅ نه پوهیده چې څه وکړي ، میرمنې یي غږ کړل : خدایه خیر  چې دا څه پیښه ده .

زیړي ګل له ځانه سره وزمیده : نه پوهیږم چې څه کیسه ده ، دا څوک دي او چکاره دي چې په نیمه شپه په کور راوختل ؟؟

 دماشومان چیغې لوړې شوې زیړیګل  دخپلو ماشوموزامنو او لورګانو خواته ورنږدې شو، ماشومانو یوبل په غیږ کې ټینګ کړي وو ، زړونه یي دربیدل او لویي لویي چیغې یې وهلې ، ترټولو کشره ماشومه زرغونه  بې حسه پرته وه او هیڅ غږ یې له خولې نه ووت ، زیړي ګل ورنږدې شو، فکر یي وکړ چې ویده ده ، خو چې لاس یې ورووړ  ، بدن یې سوړ لګېده ، زیړي ګل  چورت واخیست ، خو په همدې کې یې  ددرنې ضربې غږ واورېد ، څو مرمۍ یي له غوږ سره تېرې شوې  او له سره یې لږ لوړې دکوټې په شاتني دیواله  کې ونښتې ، زیړي ګل یوځل بیا سر پورته کړ ، ګوري چې ګڼ ټوپک په لاس کسان  دکلا دمخامخ دیوال سیوري ته  زنګون کیش  دي او دکوټو په خوا ضربې کوې ، زیړي ګل ترکړکۍ لاندې ددیوال پناه ته اوږد وغځید، په میرمن یې هم غږ کړ چې په ځمکه سریښ شي ، بیا بیا  دبمي مرمیو ضربې وشوې ، چې دده له پاسه په ډيره لږه ارتفاع تیریدلې ، په داسې حال کې چې دمرمیو شور په زیاتیدو وو ، دماشومانو کریغې په سلګیو بدلې شوې ، دمیرمنې یې هم له یوې ستومانه کریغې سره غږ ورک شو، اوس یوازې یوه ماشوم بوغارې وهلې ، یوه بل مړې مړې سلګۍ وهلې او دوه نور بې حرکته خاموش پراته وو ، زیړي ګل نه پوهیده چې څه وکړي ، دماشومانو دحالت په لیدو یوځل بیابې صبره شو دماشومانو په خوا وکښېده ، لاس یې وروغځاوو ، خو خپړه یې په وینو کې ډوبه شوه ، دامهال یې په انګړ کې درب دروب واورېد، ویې لیدل چې لسګونه پنډې په شا کسان چې ټوپکونه یې په لاسونو کې دي د کوټو په خوا منډې را وهي ،دغه مهال یې یوه بله ضربه واوریده ، غوا چې له ویرې یې پړی شلولی وو او په کلا کې ښکته پورته لیونۍ لیونۍ ځغلیده ، له بام څخه ضربه ورباندې وشوه ، غواله لګیدلو سره  څو سوې رمباړې وکړې او وروسته په خپلووینو کې رانسکوره شوه، نابلده ټوپکوال کوټو ته رانږدې شوي وو چې درانه انفجار دڅنګ دیوال  وښوراوو ، ناشناخته ټوپکوالو بلې کوټې ته چې څوک په کې نه اوسیدل لاسي بم وغورځاوو ، زیړي ګل چې له دیواله سره غځیدلی پروت وو ، اوس یوازې دخپل ځان په فکر کې وو اوپه دې انتظار وو چې کله به مرمۍ یا بم ورباندې لګیږي ، په همدې کې په کوټه کې دننه درنه چاودنه وشوه ، کړکۍ والوته او دروازه هم دړې وړې شوه ، زیړي ګل چې لوګي او دبارودو بوی یې ساه خپه کړې وه ، له ځایه یې دپورته کیدو هڅه وکړه ، خو ګورې چې بدن یې بې سیکه دی ، دپښو خواته یې لاس اوږد کړ ، په پښو یې څو پرخچې لګیدلې او وینو ترې دارې وهلې ، په همدې کې دری کسان  چې په تندي یې لیزري بتۍ لګولې وې ، ګوته په ماشه په کوټه ورننوتل ، په ناشناخته ژبه یې لویې لویې بوغارې پیل کړې ،زیړي ګل  چې ژبه یې دریدلې وه او په ځای کې ناست وو یوازې یې د تسلیم په چم لاسونه پورته کړل ، یوه ټوپکوال  په ټټر کې په لغته وواهه او شاپه تخته یې نسکور کړ ، له اوږو یې ونیو او پړمخې یې پریباسه ، لاسونه  یي شاته ورګورت کړل  او پلاستیکي زولنې یې وراچولې ، ټوپکوال چې په زوره زوره چیغې یې پرې وهلې ، له تړلو وروسته یې په ملا  ورودرېد او وروسته یې دکوټې ددروازې په خوا کش کړ .

دزیړي ګل له تړلو وروسته ټوپکوال دنورو بسترو به پلټلو بوخت شول ، دماشومانو په وینو لړلي جسدونه یې په پښو کې سره واړول راوړل، خو پوه شول ، چې کوم یو په کې ژوندی نشته ، یوه ټوپکوال پرتو جسدونو ته بتۍ رڼا کړه ، زیړي ګل چې تردې وخته یي سترګې نه وې تړل شوې ، ویي لیدل چې دمیرمنې کوپړۍ یې نیمه شوې او ماغزه یې په دیوال سریښ دي ، میرمن یې دبچیانو ترمنځ بې حسه پرته وه او  شلیدلې کوڅۍ یې د یوټوپکوال په خړو بوټو پورې نښتي وې  ټوپکوالوزیړي ګل  له پښو او لاسونو ونیو ، دانګړ په خوا یې راکش کړ ، دکوټو ترمخ په چوتره یې وغورځاوو او یو تن  مول وهلی ټوپکوال ورته ګوته په ماشه ودرېد .

نور ټوپکوال په نوروکوټو کې په پلټنه بوخت وو ، دکوټو له پلټلو وروسته څو تنه ټوپکوال دغوجلې او شپاله په خوا ورغلل ، دشپاله سره نږدې سپی پروت وو ، چې په یوه عسکر یې ورمنډه کړه ، خو شیبه وروسته  د ټوپکو تر درنو ضربو لاندې سپي هم دژوند وروستۍ لغتې ووهلې ، دشپاله په دروازه کې  دډزو غږ پسونه وترهول  او لور په لور یې منډې کړې ، څو پسه میږې او وري هم دمرمیو خوراک او ځای په ځای ډډ واوښتل ، خو پاته نور  دویجاړې دروازې له لارې بهر ته ووتل ، زیړي ګل چې لاس تړلی پرمخې په چوتره پروت وو ، ښی لوری مخ  یې په سړه ځمکه سریښ وو ، مخ یې دانګړ په خوا وو او په غړیدلو سترګو یې دا ټوله صحنه ولیدله .

ټوپکوال سانیولي په کور کې ګرځیدل ، دبوسو کدانې ته یې لاسي بم وغورځاوو او شیبه وروسته داور لمبو له اسمان سره خبرې کولې ، عسکر دکوټو په پلټلو ، دصندوقونو په ماتولو او دتاوخانو  په اړولو بوخت وو ، زیړي ګل چې لاستړلی پړمخي پروت وو ، دې چورت واخیست ، چې دا څه ټکه یې په کور ولوېده او دا څوک دي چې دده په کور یې برید وکړ ، یوه شیبه یې فکر کاوو چې خوب ویني ، خو وروسته یې سترګې وغړولې ، ځمکې او اسمان ته متوجه شو او په دې باوري شو چې ویده نه دی بلکې ویښ دی ، یوځل یې وویل چې غله به وي ، خو راغلیو کسانو له له ده څخه دپیسو غوښتنه نه وه کړې ، بیا یې په دې کې چورت بند شوچې پلار او نیکونو خو به یي بدي نه درلوده ؟ خو پوه شو چې بدیداران نو هلیکوفتر له کومه کړې !!  شیبه وروسته یې په دې اړه فکر کاوو چې دا خو پیریان یا دیبان نه  وي چې له ده سره یي داسې ظلم وکړ ، کیدای شي دشپې داوبو لګولو په وخت به یي چیرې کوم پیری ترپښو لاندې شوی وي .

زیړي ګل دخپلې میرمنې  او ماشومانو وژل کیدل په خپلو سترګو لیدلي وو ، مال او کور یې هم ولید چې تباه برباد شو ، خو نوموړی په دې غم کې نه وو یوازې دې فکر ځوراوو ، چې دغه ټوپک په لاس کسان وپیژني چې څوک دي او چکاره دي .

راغلیو ټوپکوالو  وروستی کار هم وکړ هغه داچې دکور دکوټو دسوځولو نه وروسته یې دچرګو کوټنۍ هم په باروتو والوزوله ، ټوپکوال سره په ټولیدو شول ، دکلا ترڅنګ پټي کې دهلیکوفتر غږیوځل بیاپه زوره شو ، ډیری ټوپکوال له کلا څخه ووتل او زیړي ګل داسې حس کړه ،   لکه راغلي ټوپکوال چې بیرته ځي ، دوه تنه ټوپکوال چې له  یوه سره تورې عینکې  او خړه سرپټې خولۍ وه دزیړي ګل خواته ورنږدې شول ، زیړي ګل یي راپورته کړ او هڅه یې کوله چې خړه خولۍ او تورې ړندې عینکي ورپه سترګو کړي ، یوه بل عسکر ورته بتۍ رڼا کړې وه ، زیړي ګل چې نورې یې سترګې تړل کیدلې ، وروستۍ هڅه وکړه چې ټوپکوال وپيژني ، د بتۍ په رڼا کې دیوه عسکر څیرې ته مخامخ وکتل ، ویې نه پیژاند ، خو دعسکر په اوږه یې یوه ګنډل شوې نښه ولیدله ، ښه ورته ځیر شوه ، په ګنډل شوې نښه باندې په غټو تورو ( آیساف ) لیکلي وو  او ترې لاندې لیکلي وو ( کمک وهمکاري )

زیړي ګل ته دا وروستی توری شناخته ښکاره شو، د راډیو پروګرام ورپه زړه شو، خو دلته یي په مطلب  سر نه شوخلاص ، شیبه وروسته چې زولانه زیړي ګل دچینوک هلیکوفتر به نس کې پروت وو او په نامعلوم لوري وړل کیده ، خپل تباه کور او خیلخانه ورپه زړه شوه ، ځان ورته ډیر بدنصیبه ښکاره شو ، خو خبر نه وو ، چې دی بدنصیبه نه بلکې ارمان ختلی دی ځکه تیره شپه یې دده دمیاشتو میاشتوارمان پوره شوی وو او هغه داچې  دکمک او همکاري مدعیان یې په کور میلمانه شوي وو .

پای

۱۴۳۵هـ ق ربیع الثاني ۴ مه

ذره بین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د