
غزل/ ثاقب خپلواک
ثاقب خپلواک
چې یې د عشق راج کې دئ پروت نوي بدلون د مینې
د منصور مینې را ژوندی کړی ، ښکلی یون د مینې
چې یې د دار پړی ، بدل کړ ، د سره اُور په لمبو
مینې د دار نه یې جاج واخیستی ، پاسون د مینې
رب به جنت ورکړي ، د سوي معصوم تن په بدل
نوي ژوندون یې رنګ اخیستی له ژوندون د مینې
د وینو پور به یې غازیان ، نن له راغلو اخلي
منصور خپل کړی ، د ښکلا، اعزاز پَرُون د مینې
په خلیلي ، تکل وئیلی یې سره اُور ته لبیک
ده یې جوړ کړې ، د لمبو غیږ کې قانون د مینې
د یاد رمې یې ، د ثاقب د زړه پر دښته ګرځي
د خیال شپیلۍ کې به یې ستایي لکه شپون د مینې