شعـــــرونه

غزل/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله ( فيضاني )

وي دې سرلوړې پر جهان د انقلاب مدرسه
ګران خراسان افغانستان د انقلاب مدرسه

چې لوستل کېږي پکې تل د ننګ غيرت درسونه
لري سرتېري استاذان د انقلاب مدرسه

اهم مضمون يې دی د پاک الله په لار کې جهاد ر
وزي تکړه تکړه غازيان د انقلاب مدرسه

دا د اسلام کلا دې تل الله اباده لري کفري
نړۍ ته ده توفان د انقلاب مدرسه

ټول اراکين يې د دين لار کې پر جهاد مين دي
ساتي سرمسته شاګردان د انقلاب مدرسه

د کفر سترګو ته ازغی ده دا د پاک دين چينه
زغملی نه شي کافران د انقلاب مدرسه

په هر اړخيزه تعليماتو دې ودانه وي تل
لويه درسګاه ده د قرآن د انقلاب مدرسه

ترېنه قربان مو شه سرونه ( فيضاني ) په مينه
زمونږه روح ده او هم ځان د انقلاب مدرسه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x