نظــر

حزب اسلامي او طالبان بايد د يو بل تکيه وي!

صميم کټوازی

حزب اسلامي او طالبان بايد د يو بل تکيه وي، د يوه مبارزه بايد د بل د مبارزې د نيمګړتيا او کمزورتيا ليري کوونکې او بشپړوونکې وي، نه برعکس اغېز ځپونکې او وژونکې!!!

دوی کولی شي چي د يو بل له Potential د ځان په ګټه اغېزمنه ګټه واخلي، د يو پټ، ناويلي او ناليکلي تعهد له مخي دي د ګډ هدف (د هيواد خپلواکۍ، د بهرنيو ځواکونو ايستل او د اسلامي نظام قيام) لپار د يو بل ملګرتيا وکړي، که چيري د دوی مبارزه رښتيا هم د هغو اهدافو لپاره وي چي يادونه ئې کوي، بيا دي د يو بل د مبارزې اهميت او موثريت ومني، د يو بل نفي کول، تکذيبول او تحقيرول ئې مبارزه کمزورې کوي، له اصلي هدف ئې ډېر ډېر ليري کوي او تر ټولو ستر زيان ئې دا چي ملت وېشي او د يو بل په ضد ئې دروي، دوی بايد و پوهېږي چي د ملت وېشل او وروڼه ولسونه ئې له يو بل سره جګړو او شخړو ته درول هغه ستر جرم دئ (که چيري د دوی د تېروتني د دې لامل کېږي) چي دوی به ئې نه د تاريخ او ملت په وړاندي ځان سپين کړي او نه د خدای په وړاندي!!!

طالبان که په بهر کي د روسيې، ايران، چين او پاکستان سره سياسي اړيکي د خپلي داعيې او مبارزې د مشروعيت د پياوړتيا لپاره ګټوري بلي، بايد په هيواد کي دننه هم ورته کار وکړي، حزب اسلامي چي د دوی د داعيې ستر ټکي ( د هيواد خپلواکۍ، د بهرنيو ځواکونو وتل او د اسلامي نظام قيام) تائيدوي او په دې نېکو اهدافو کي ئې ملګرتيا ته چمتووالی ښيي، دوی ئې بايد ملګرتيا ته لبيک ووايي، د ځان په ګټه دې وکاروي، خپلو لوړو شرعي او ملي موخو ته د رسېدو لپاره دي يو مؤثر پليټ فارم و ګڼي، د خپلي نظامي مبارزې ترڅنګ دي هڅه وکړي چي د حزب له سياسي مبارزې د يوې اغېزمني وسيلې په توګه کار واخلي، د يو سياسي او فکري سپر په توګه دې وکاروي، يقيناً چي دا کار شونی دئ.

حزب اسلامي چي اوس عملاً سياسي ډګر ته را ووت، د هيواد د بشپړخپلواکۍ، د بهرنيانو د ايستلو او اسلامي نظام د قيام لپاره ئې سنګر بدل کړ، شرائط ئې داسي و موندل چي تر نظامي لاري له سياسي لاري خپلو موخو ته ښه رسيدی شي، د خپل سياسي فعاليت په چوکاټ کي دي هڅه وکړي چي د طالب وسلواله مبارزه نفي نه کړي، بلکي له دې لاري دي د بهرنيو او کورنيو کړيو د Pressurize کولو هڅه وکړي، هغوی ته دي قناعت ورکړي چي طالب اړ دئ چي ستاسي د جګړه ييزو سياستونو په وړاندي وسلواله مبارزه وکړي، راشئ چي د هيواد بحران له سياسي لاري پای ته ورسوو، طالب به ئې مخالفت ونه کړي، که موږ خپلو ګډو موخو ته له سياسي لاري د رسېدو لپاره شرائط مساعد کړو، طالب اړ دئ چي سياسي روغي
جوړي ته قانع شي، ټوپک پر مځکه کېږدي، هغه يوازي دومره انتظار لري چي له سياسي لاري د بحران د پای مؤثريت و ويني!

د دې سټراټېژۍ عملي کول، لوی زړه، زغم او ځان تېرېدني ته اړتيا لري، که يو لوری دا کار نه کوي، بل لوری دي په يو اړخيز ډول وکړي، يقيناً چي ډېري ښې پايلي به ولري، زه دواړو لوريو ته بلنه ورکوم چي په دې تړاو دي لږ غور وکړي، انشاء الله چي خدای به ئې ملګری شي او خلک به ئې په بې کچه توګه استقبال کړي.
————–
صميم کټوازی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

کټوازی صاحب مننه له پر محتوی لیکنې او خیراندیشی څخه مو. زما باور دی چې که حزبیانو ته ستاسو ارزښتمند وړاندیز کسر شان وي خو په مقابل کې طالب لوری عملا ستاسو په وړاندیز تګلوری ټاکلی. طالب لوری د معلوم الحاله غلام کرزي اشغال ضد نمایشي څرګندونې لمانځي نو که حکمتیار له جهادي سابقی سره خپله توجه له خودشیفته ګۍ څخه د اشغال پای ته واړوي په یقین سره چې طالب لوری به یې تقدیر کړي. تاسو ماشاءالله د ډېر لوړ هدف وړاندیز کړی چې څو شپېته کلن خو نابالغ حکمتیار ته یی منل ستونزمن دي. الله جل جلاله دې… نور لوستل »

nimat

دیر عاقلانه نظرصمیم کتوازی صاحب

عبد السلام

نور د حزب او طالبانو ترمنځ د یو بل د تکیه کیدلو امکان نشته
ځکه حزب لار بدله کړه او د کفری یرغلکرو ترڅنګ د طالبانو په مقابل کې اودرید
که اوس حکمتیار د طالبانو لپآره تکیه کیدلی شی نو بیا خو سیاف او مجددي هم کیدلی شي او اشرف غنی هم،
ځکه د دوی ټولو ترمنځ اوس فرق نشته

عبد السلام
شمشتو. نصرت مینه

عبدالواحد اڅګزۍ

حکومت یار ۵۰۰۰-امریکایی فوجیان دچادقتل دپاره راغواړی،

افغان

کټوازی صاحب او ټولو خپلواکو مسلمانو افغانانو ورونو سلامونه او نیکی هیلی می ومنی ! کشکی حزب لکه څرنګه چه په اوایلو څو کلو کی د لمړی اشغال په ضد رښتونی جهاد کولو د دوهم اشغال په ضد یی هم جهاد پیل کړی وی او اوس د یو اجتهاد یا اسلامی ابتکار له مخی ورته تسلیمیږی ، که دا اجتهاد یی ناسمه هم وی الله ج ورته یو اچر او که سم وی دوه اجرونه ورکوی. یعنی د مجتهد د نیت پوری هم اړه لری نیت یی باید رښتونی وی خلک تیرویستل کیږی مګر د الله ج تیرویستلو هڅه د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x