د مدرسو ارزښت په ټولنه کي (۴)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
مدرسې د ټولنې فاسدي غُدې له منځه وړي:
کله چي یو څوک سرطان شی نو ډاکتر ددغه کس عملیات کوي او دغه فاسده د سرطان غُده او حجرې ورڅخه غورځوي، مدرسه هم ټول عقیدوي فاسد ، شیطاني او طاغوتي افکار له منځه وړي، که په ټولنه کي یو څوک د نبوت دعوه کوي، یو څوک مرتد کیږي، یو څوک ملحد کیږي، یو څوک د مقدستاتو توهین کوي، یو څوک د شعایرالله توهین کوي، یو څوک د الله کلام نه مني … همدا مدرسه ده چي د یوې اسلامي ټولنې اصلاح کوي او دغه ټولې فاسدي غُدې له منځه وړي او ټولنه سالمه پریږدي.

همدا مدرسه ده چي زنا کار، غل، لار وهونکی، رشوت خور، اختطاف کونکی، غصب کونکی، خاین، ظالم، دهشت ګر، جابر، شرابخوره، او ګناهکاره انسان مجازات کوي،په هغه ټولنه کي چي دا ټول کرغیړن اعمال او افعال شتون لري، دا به څنګه ټولنه وي؟ ایا په داسي ټولنه کي انسانان ژوند کولای شي؟؟؟ نه هیڅکله نه. همدا مدرسه ده چي د بشریت د تعمیر زمواره ده او بس.

مدرسه د الله ددین د ساتلو مضبوطه قلعه ده:
د ټولو نعمتونو اصلي او لوی نعمت ایمان دی، د ایمان د ساتلو لپاره یواځني مرکزونه مدرسې دي، ددغه دین د ساتلو لپاره حضرت بلال حبشي، صهیب رومي او زید بن حارثه رضی الله عنهم اجعین هغه تکلیفونه ګاللي دي چي د انسان له عقله لیري ده، د ټولو کائناتو څخه ستر نعمت ایمان دی.

(اصلاحی خطبات ۷/ ۸۹ شیخ الاسلام محمد تقی عثمانی صاحب)

د انسان د ظاهر او باطن اصلاح مدرسه او خانقاه کوي:

داچي په مدرسه کي د انسان سیرت او صورت دواړه اصلاح کیږي له همدې کبله دا یو نړیوال چیلنج دی ، چي هغه وروڼه او خویندې چي د مدرسو څخه فارغه شوي او اصلاح شوي وي د هغو ګټه و ټولنې ته تر هر نظام ، مفکورې او عقیدې ښه او منظم دی، کفري نړۍ په دې باندي اقرار کوي چي هغه مسلمانان علماء چي د مدارسو څخه فارغه شوي دي هغه د ټولنې د سوکالۍ او نیکمرغۍ ټینګ هوډ لري، او موږ (عیسایان) کومه انديښنه نه ورڅخه لرو.

(راهب لوزی فوکس- کاناډا)
تبلیغي مرکزونه چي د پوره انسانیت اصلاح کوي د مدرسې زیږنده دي:
په ټوله نړۍ کي د اسلام ددین شغلې مخ پر وړاندي رواني دي، هغه د اسلامي داعیانو او مبلغینو له کبله دي، په نړۍ کي هر کال په میلیونهاوو انسانان د اسلام په دین مشرفه کیږي، چي یواځي ۵۰۰۰۰ انسانان په برطانیه کي اسلام قبلوي، تر ۲۵۰۰۰ کسانو پوری یوا ځي په امریکا کي د اسلام دایرې ته راځي، همدا لړۍ روانه ده، په دې نویو مسلمانانو کي عیسایان، یهود، هندوان، بودایان، ملحدین او نور شامل دي.
یادونه: تاسي کولای شئ د نویو مسلمانانو رښتنې کیسې او لیکنې زما په چاپ شوي کتاب ( زه ولي مسلمان سوم؟) درسره مطالعه کړئ.

پاي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د