مراقبه ددماغي صلاحیت په زیاتوالې کې مرسته کوي

.

واشنګټن :له دنیاوي امورو څخه یو طرفه کېدل د بیلابېلو دماغی صلاحیتونو په زیاتوالې کې په پراخه اندازه مرسته کوي .

دا خبره ( ماینډ اینډبرین) نومې مجلې په خپله یوه تازه کڼه کې چاپ ته سپارلې او دواشنګټن دیونیورسټی د تخلیقی زده کړو دماهر ډاکټر جې ګروس له خولې کاږې چې نوموړی عمل چې دای ایم تکنیکس په نامه نومول شوې ،دومره مشکل کار ندي بلکې په ځانګړي تمرین سره ممکنه ده چې دورته منظم تکنیک په لاس راوړل شي .

په ځانګړې توګه مراقبه د دماغي ستړیا ، ډپریشن شویش په مخنیوي کې زیات رول لوبوي .

دیادونې وړده چې دتصوف داصولو له مخې مراقبه په تصوف او عرفان کې یو لازمي کار دي چې هر مرشد یې هم خپله کوي او خپلو مریدانو ته هم دمراقبې امر کوي او دنفس د پاک ساتنې او دتزکیې مهم لامل بلل کیږي .

عابــــــــــر مســـــــافر



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.