شعـــــرونه

مړ ضمير/ عزيز الله حسيني

عزيزالله حسيني

د قدمونو ستر توپير لره مې خوا بده شي
دې بې ثمره اوږد مسير لره مې خوا بده شي

خپلې لونګۍ او بې ننګۍ لره مې زړه بديږي
خرڅ شوي پت او مړه ضمير لره مې خوا بده شي

ستا د خوبونو انعکاس ستا په رقيب خرڅيږي
د ستا د خيال کاږه تعبير لره مې خوا بده شي

څو پسې ژاړي سپينې زيزمې دې زخمي زخمي سوې
ستا د بڼو لامده تصوير لره مې خوا بده شي

خپل پرې تړې او د پرديو حفاظت پرې کوې
ستا زولنو او ستا ځنځير لره مې خوا بده شي

خپل را ريبي د پردي قبر ته ګيډۍ ترې وروړې
د ستا غندنې او ستا وير لره مې خوابده شي

دين چې د خپلو خواهشاتو په قالب کې ساتي
داسې مريد او داسې پير لره مې خوا بده شي

قلم کړه لرې حسيني د خال او خيال له تيغه
ستا د سائي په هر حرير باندې مې خوا بده شي
ــــــــــ
پل علــم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x