افغانستان

د ای ايس ای مشر کابل کې  له استخباراتي چارواکو سره ليدلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ غویی، ۱۳۹۶): د پاکستان د استخباراتو (ای ايس ای) مشر جنرال نويد مختاره  تېره ورځ کابل ته راغلی او د ملي امنيت د رييس معصوم ستانکزي په ګډون يې له يو شمېر چارواکو سره خبرې کړي دي.

حکومتي سرچينو رسينو ته تاييد کړې، چې د ای ايس ای مشر د افغانستان د ملي امنيت له رييس سره ليدلي، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

کابل ته د جنرال مختار دا لومړی سفر دی، په داسې حال کې، چې په تېره اوونۍ د پاکستان د پوځي او پارلماني چارواکو دوه جلا جلا پلاوي کابل ته راغلي وو او د اړيکو په بيا رغولو يې ټينګار وکړ.

د افغانستان او پاکستان اړيکې له تېرې اوږدې مودې راهيسې خړې پړې دي او ګډ حکومت پاکستان په دوه مخۍ تورنوي، خو پاکستان وايي، چې له افغانستان سره يې تل ښې اړيکې غوښتي او د ترهګرۍ ضد جګړه کې يې ډېره قرباني ورکړې ده.

وړمه ورځ د پاکستان د پارلمان مشر اياز صادق کابل کې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله سره له ليدو وروسته رسنيو ته وويل، چې د افغانستان او پاکستان سياسي، پوځي او استخباراتي چارواکي دې يو بل سره مخامخ خبرې وکړي.

طلوع نيوز وايي، چې د پاکستان د ای ايس ای مشر د استخباراتي اړيکو د بيا رغولو لپاره کابل ته راغلی دی.

تېره ورځ د اجراييه رياست سلاکار فريدونو خوځون بي بي سي ته په خپله مقاله کې ليکلي و، چې د پاکستان پارلماني پلاوی د افغانستان له لوري له سوړ چلند سره مخ شو، د ملي شورا د غړو سربېره ولسمشر غني هم ورته «بربنډې» خبرې وکړې.

دا چې د پوځي، پارلماني او استخباراتي پلاوو راتګ به د دواړو حکومتونو د اړيکو په رغولو کې کوم رول ولوبوي، که نه لا هم په دې اړه وړاندوينه ستونزمنه ده؛ ځکه چې د ګډ حکومت په پيل کې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو کابل ته تکراري پټ او ښکاره سفرونه وکړل، خو پايله يې بیا هم په ناندريو او تورونو سر ته ورسېده.

کابل وايي، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او د سولې خبرو ته يې نه تياروي، خو پاکستان بيا ټينګار کوي، چې د تېرو پنځلسو کلونو په ترڅ کې يې ګڼ طالب مشران نيولي دي، له افغانستان او امريکا سره يې د ترهګرۍ ضد جګړې کې مرستې کړي او په ورته وخت کې افغانستان کې د هند له پراخېدونکي نفوسه هم اندېښمن دي او تل يې له افغان حکومته همدا ګيله کړې، چې افغانستان کې د هند فعاليتونه د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x