افغانستان

له اتو زرو زياتې لارۍ په تورخم کې بندې پاتې دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ غویی، ۱۳۹۶): ډيورنډ کرښې ته څېرمه تورخم کې له اتو زرو زياتې ډکې او تشې لارۍ له څو ورځو راهيسې پاکستان ته د راتلو په تمه شپې ورځې سبا کوي، خو موټر چلوونکي وايي، چې پاکستاني چارواکي د لاريو کاغذونه او تالاشي په ډېره سستي کوي او خلک يې له کړاوونو سره مخ کړي دي.

سرچينې وايي، چې د تېر ۲۱ مارچ مياشتې راهيسې، چې پاکستان افغانستان سره خپلې ټولې لارې خلاصې کړي، د تورخم پوليټکل او کسټم ادارې د لاريو په راوښتو کې سستي پيل کړې، کاغذونه يې په سمه توګه نه اجرا کوي او نه هم د پخوا په څېر په ورځني ډول ډېرو لاریو ته د ورتلو اجازه ورکوي.

د لاريو چلوونکي وايي، چې هره ورځ پنځلسو لاريو ته پاکستان ته د ورتلو اجازه ورکول کيږي او پخوا به هره ورځ له درې تر څلورو سوو لارۍ پاکستان اوښتې، چې دغو چارو موټر چلوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د ګل ولي په نوم يوه موټر چلوونکي نن ټکی اسيا ته ويلي، چې اوس مياشت کې ايله يو ځل بار وړی شي، ځکه چې ډېرې شپې پرې تورخم کې تېريږي.

د تورخم چارواکي وايي، چې د امنيتي ګواښونو له امله د موټرو تالاشي او کاغذونو پلټنه وخت نيسي، خو موټر چلوونکي تور لګوي، چې پلټونکي او د تورخم ادارې په لوی لاس لاريو چلوونکو سره ناسم چلند کوي او وخت يې ورخرابوي.

دوی وايي، چې لارۍ چلوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د تورخم د دولتي موټرو په تمځای کې د اوږدې مودې لپاره د موټرو په درولو حکومت له لاريو پيسې غواړي، د لارۍ چلوونکو لګښتونه او موټرو درېدل د لاريو څښتانانو لپاره ډېر زيان رسوي.

د ټرانسپورټي اتحاديې استازو ويلي، چې له تېرې اوږدې مودې راهيسې د زرګونو خالي لاريو سربېره ۲۵۰۰ بار لارۍ، چې د کولې په ګډون يو شمېر نور مواد يې بار کړي، همدارنګه پنځلس سوه هغه لارۍ، چې سبزي او تازه ميوې يې بار کړي له تېرو څو ورځو راهيسې د تورخم دروازې ته څېرمه بندې پاتې دي.

د ټرانسپورټ د اتحاديې يوه غړي شاکر اپريدي د تورخم له چارواکو غوښتي، چې د خالي لاريو لپاره دې، جلا لاره جوړه کړي، چې په اسانه واوړي او د بار لاريو لپاره دې هم خپل پرسونل فعال کړي، چې له تالاشۍ په اسانه تېرې شي او خپل مالونه اړوندو ځايونو ته په خپل وخت ورسوي.

شاکر اپريدی وايي، چې د لاريو د څښتنانو سربېره دې چارې سره پاکستان ته هم پرېمانه مالي زيانونه اوړي، چې حکومت بايد د دغو ستونزو په له منځه وړو کې جدي هڅې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x