افغانستان

د کابل په چاودنه کې ۵ تنه مړه او ۲۵ نور ټپيان شوي دي – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۳ غویی، ۱۳۹۶): نن سهار د کابل ښار په نهمه حوزه ې د شش درک په سړک باندي د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان سرتیری برید شوی چې له امله یې ۵ تنه مړه او ۲۵ نور ټپيان روغتون ته رسول شوي دي.

چاودنه د کابل په وخت سهار اته بجې د امریکا سفارت ته نیژدې را منځته شوې او له پيښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه.

د روغتون چارواکو رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې ۵ تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. په چاودنه کې د ناټو ځواکونو د کاروان موټر هم متضرر شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x