افغانستان

د غزني د لمانځنې مراسمو ته ځانګړې شوې پروژې لا هم نېمګړي دي

نن ټکی آسیا: د غزني ولایتي چارواکي وايي، په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن د پلازمېني په توګه د غزني د جشن د لمانځنې لپاره ، چې مراسم يې ښايې ۱۵ ورځې وروسته ترسره شي،ځانګړې شوي پروژې لا هم نېمګړي پاته دي.

د غزني والي موسی خان اکبرزاده نن په غزني کې له مرکزه د یوه لوړپوړي راغلي پلاوي په مخکې خبریالانو ته وویل، چې مرکز د غزني د جشن د مراسمو لپاره ځانګړې شوې ځينې پروژې تر اوسه پورې لا پيل کړي نه دي او ځینې لا هم نېمګړي پاتې دي.
ښاغلي اکبرزاده زیاته کړه، چې مرکز په ځانګړې توګه د ښار جوړونې وزارت د یو شمېر پروژو او له غزني سره د کړیو ژمنو په پلي کې پاته راغلی.
د اکبرزاده په خبره، تر دې مهاله د غزني ښار د اسلامي ثقافت په ساحه کې د وي-آی-پي سالون، پياده رونو، لوبغالي او چمنونو کارونه له سره پیل شوي نه دي.
د ښار جوړولو وزارت وزیر حسن عبدالهی بیا وویل، چې له کومې ورځې چې زه پر دنده ګومارل شوی ، ما د غزني تر کار لاندو پروژو ته ځانګړې پاملرنه کړې او یو شمېر يې اوس هم تر کار لاندي دي.
همداراز د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالې مصدق خلیلي وویل، چې د اطلاعاتو کلتور وزارت په مرسته د غزني د مرکز او ده یک ولسوالۍ د ۲۵ تاریخي آبدو د بیا رغولو چارې سرته رسېدلي دي او ښایې په نږدې راتلونکې کې یو شمېر نورې پروژې هم پلي شي.
غزنی چې په ۲۰۰۷ کال کې د لېبیا په پلازمېنه طرابلس کې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې يې په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي تمدن د پلازمېني د ټاکل کېدا پرېکړه وشوه، د لمانځنې او چمتو کولو لپاره یې د اسلامي هېوادونو سربېره یو شمېر نورو هیوادونو هم د کابل او غزني له چارواکو سره بېساري مالي مرستې وکړې، چې د شنونکیو په انده اکثریت یې د ځينو چارواکو او ګڼ شمېر قراردادیانو جیبونو ته لاړې او داسې بریښي،چې د ښارونو د ناوې (غزني) د لولپه شوي برم بیا ژوندي کېدنه او پالنه په ډېرو شونتیاوو کې ناشونې شوېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x