حکمتیار او حنیف اتمر

د اسلامي حزب امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار ته لیک !

 محمد کمال افغان

دا چې مؤمن بايد مشوره وکړي دا هم يو الهي امر دى، خو د مشورې په هکله بايد په الله جل جلاله باندې توکل وکړي، تر څو کومه او د چا مشوره ومني، الله جل جلاله فرمايي :

فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (159)سورة آل عمران.

ژباړه: د الله جل جلاله برکت له امله د دوی لپاره نرم شوې او که چېرې دې زړه سخت و او خشن وې، نو دوی به ستا شاوخوا څخه تیت او تار په تار شوي وو، نو ته هم ورته بښنه وکړه او له خدایه هم ورته بښنه وغواړه او په کارونو کې ورسره مشوره وکړه، کله دې چې عزم او اراده وکړه نو په الله جل جلاله باندې توکل وکړه له شک پرته الله جل جلاله توکل کوونکي بنده ګان خوښوي.

ښاغلی انجنیر ګلبدین حکمتیار صیب، له تا مننه او کور دې ودان چې سوله دې وکړه او د افغانستان او افغانانو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره دې د خبرو اترو لاره غوره کړه.

حکمتیار صیب، زه یو افغان یم په خپلو خلکو او دې هېواد مې زړه دردېږي او د یو افغان په توګه درته وایم چې :

ستا خبرې تر ډېره خطرناکه دي او د وسله والو طالبانو په خلاف دي او تل په خپلو خبرو کې له سخت دریځۍ کار اخلې او هڅه کوې چې تعنې او پیغور ورکړې.

دا نه وایم چې د طالبانو مخالفت مه کوه، خو دا وایم چې د سولې د ټینګښت او حاکمیت لپاره له سختو الفاظو کارولو څخه ډډه وکړه!

حکمتیار صیب، ایا ته غواړې، چې طالبان هم ستا په څېر له جګړې لاس په سر شي او د سولې په ټغر کیني !؟

که غواړي چې سوله وکړي، نو دغه لار چې ته پرې روان یې ترکستان ته تللې !

حکمتیار صیب، نرمې او جذابې خبرې وکړه، نه سختې او پاروونکې !

ستا خبرې تر ډېره ضد او نقیض دي او هغه ځکه چې په خپلو خبرو کې دا یادونه هم کوي چې طالبان دې سوله وکړي او د وساطت لپاره ځان هم چمتو بولي، خو له بل پلوه بیا ستا خبرې داسې دي، چې که مخالف لوری ستا اولاد هم وي نو درسره سوله نه کوي.

ښاغلی حکمتیار صیب، ستا خبرې لا نور حساسیت پاروي او دا هېواد به تار په تار کړې، پر تا ډیری راټول خلک به له تا بیرته لرې شي او له تا سره به واټن ونیسي، نو باید په خپلو خبرو کې له احتیاطه کار واخلې !

ستا په داسې پیغورجنه او سخت دریځه ژبه له تاڅخه ډیری هغه کسان خواه بدي شول، چې طالبان وو، خو ته یې هم یو اسلامي مشر بللې، شاید هغوی هم تر ډیره سولې ته لېوالتیا ښودلې وی، خو اوس فکر نه کوم که هغوی ستا په خبره د سولې په ټغر کینې، نو مهرباني وکړه دومره تیز مه ځه، ځکه ستا دا ډول خبرې خلکو ته د هیلو په ځای ناهیلي وربښي او فکر یې د یوې بلې جګړې لور ته ځي .

ته یو عالم او مدبر شخصیت یې، او نسبت نورو ته د قران او احادیثو په ژباړه او څېړنه ښه پوهېږې، نو پورتني ایت ته په کتو په ځان کې پیغمبري سلوک او نرمه لهجه اختیار کړه، خوږې خبرې وکړه، څو د وسله والو طالبانو زړونه هم نرم شي، اندېښنې یې لرې شي، د سولې په ټغر کیني او بیا په ګډه د یو سوکاله او پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړئ !

او که خدای مه کړه همدغه لهجه او سیاست ته دوام ورکړې، نو دا وړۍ به شړۍ نه کړې !

د دې لپاره چې جګړه ختمه شي لا به تیزه شي، نو طالبانو سره د سولې په کولو او له جګړې څخه د لاس اخیستلو په برخه کې هغوی ته هم نیکه مشوره ورکړه.

تا په کومو شرایطو او له کومو لارو چارو وکولای شو چې له حکومت سره دې سوله وکړه، هغوی ته یې هم ووایه او که هغوی سخته خبره کوله ته د افغانستان د مظلومو خلکو لپاره چې نور د پردۍ جګړې قرباني نه شي، سختې خبرې مه کوه.

درنښت

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شاولی ضمیر
میلمه

اول (اسلامعلیکم ورحمت الله وبرکاته) زه شاولی ضمیرستاسی حسیاسی خلگوته داویم سی وسلول طالبان وسله پرزمکه کیژدی اوله
اشرف غنی اوعبدالله سره یوزای سی نوفو افغانستان کی غوکوفار امریکا وجودلری ده امریکا فورخیلاف جهاد به سوک کوی ایاکه ستاسوکوفرخوشوی نو ولی فوداگه اعلان نه که وی سی مژته شه وزعشی سی کوفرستاسی خوشده که چا سولحه کوله کی نه کو له زموز موجاهد ولس خوامریکانه خوشه وی تاسی ولی ده سولحی ناری. وهی

انور فاروقي
میلمه
انور فاروقي

05/05/2017, 01:57:43: ‪+49 177 7577932‬: بجواب ان متني كه با نام مستعار از كمالخان افغان كه احتمالاً از انجنيرنظر محمد مطمين ميباشد و بدست مارسيد. باعرض سلام حضورمخاطبانما ازطالبان جناب محترم محمدكمال خان (انجنيرصاحب نظرمطمين )، باتاسف از بي تجربه گي و بي تدبيري تان كه در تلويزيون بيات با إن وضعيت غيرعادي ازخود نشان داديد توانستيد اب را برآسياب دشمنان واقعي اسلام بريزد . اميدواريم روزي بيايد كه تلاش هاي حزب اسلامي ونماينده گانش مطابق اساسات اسلامي وافغاني ازآغاز جهاد ومقاومت تا اخرين روزهاكه براي تصاميم ومواقف مشترك با طالبان كوشش هائي انجام شد زمان با اسناد تاريخي ثابت بسازد اين… نور لوستل »

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

آقای انور فاروقی صاحب اینکه حکمتیار صاحب شما میگوید که امریکای ها میخواستند که از افغانستان برآیند اما سقوط کندز به دست طالبان بهانه ماندن را با اونها دادند این یک سخن محض بی بنیاد و بی اساس است اگر واقعا هم امریکایی ها در برآمدن کلی وبیدون قید وشرط شان از افغانستان صادق بودند پس چرا معاهده امنیتی را با حکومت دست نشانده شان امضا کردند معاهده ایکه در آن تصریح شده که امریکایها درهفت ویا هشت نقاط عمده کشور اجازه جور کردن تاسیسات امنیتی را دارند امضا این معاهده خو پیش از سقوط کندز بود، اگر امریکایها واقعا… نور لوستل »

انور فاروقي
میلمه
انور فاروقي

برادر محترم كمال خان افغان نامه شمارا در يك گروپ شير كردم يك برادر بنام عبدل وحيد احدزاده در جوابش اين را روان كرد اگر لطفا كنيد جوابش وا بدهيد تسكر
انور فاروقي

انعام
میلمه
انعام

فاروقی صاحب ! ستا په املا یا انشا کی هم څه ستونزه شتون لری . له یوی خوا کمال خان افغان ورور ته لیکی چه ستا لیکنه می د یو ګروپ کسانو تر منځ وویشله، یو کس پورتنی ځواب ستاسی د لیکنی په غبرګون کی لیکلی او هغه کس بیا کمال افغان ته د مطمن مستعار نوم ورکړی زه به یی په اړه څه ولیکم . لمړی دا خبره چه مطمن له چا نه ډاریږی او نه شرمیږی څه چه حقایق وی هغه په ډاګه وایی ، د کمال خان افغان په نامه ولی ځان ونوموی . دا کس چه… نور لوستل »