د نن سرلیکنه

د تازه دمه امریکايي ځواکونو له رارسیدو سره د جګړې ګړندیتوب

نن ټکی اسيا سرليکنه 

تیره ورځ یوشمیر نړیوالو رسنیو خبر ورکړ چې امریکايي ځواکونو د ایټالیا له اویانو هوايي اډې څخه یوشمیر جنګي اف ۱۶ فالکون الوتکې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو سترې پوځي اډې بګرام ته را لیږي.

تر دې څو ورځې وړاندې د کابل له خبرتیا پرته د امریکا د سمندري ځواک اړوند ۳۰۰ پوځیان په هلمند ولایت کې ځای پرځای شول.

افغانستان ته یاد امریکايي ځواکونه او د هغوی پوځي تجهیزات په داسې مهال کې را رسیږي چې لا هم د د دې هیواد په اړه د ډونلډ ټرمپ تګلاره نه ده څرګنده او په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

له تیرې یوې اونې راهیسې چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو او دولت په خلاف پوځي عملیات اعلان کړې د هیواد په شمال او جنوب لویدیځ کې څو ولسوالیو یو په بل پسي د دولت له لاسه وتلې او د یو شمیر نورو د سقوط احتمال هم زیات شوی.

همدا راز هلمند ولایت ته د تازه نفسه امریکايي ځواکونو له رسیدو سره سره هلته د جګړې په وضعیت کې هیڅ تغیرنه دی راغلی او د لښکرګاه ښار او د دولت تر واک لاندې د یوشمیر ولسوالیو مرکزونه لا هم هغه شان د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.

هلمند ته امریکايي سرتیري او بګرام ته د هغوی پوځي الوتکې په داسې حال کې را رسیږي چې افغان دولت نه د هغوی له شمیره او نه هم د هغوي د ماموریت له ساحې څخه قبلي اطلاع لرلې، همدا وجه ده چې د مشرانو جرګې یوشمیر غړي امریکايي ځواکونو په دې تورنوي چې هغوي افغانستان ته د خپلو استخباراتي موخو او مصالحو د تعقیب لپاره راځي نه د افغانانو د امنیت د تأمین لپاره.

افغان سناتوران وايي چې که ریښتیاهم امریکایان په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته ژمن وي نو هغوی دي افغان داخلي ځواکونه تجهیز او کومې وسلې او جنګي تجهیزات چې افغانستان ته راوړي هغه دې هم هغوي ته په واک کې ورکړي.

ریښتیا هم کوم امریکايي ځواکونه چې همدا اوس بالفعل هلمند ته رارسیدلي او یا هم کومې امریکايي جنګي الوتکې چې بګرام ته راوستل کیږي هغوی به د امنیت په ټینګښت کې هیڅ رول و نه لري ؛ ځکه همدا اوس شته بهرني او داخلي ځواکونه د پرسونلواو تجهیزاتو له کموالې سره نه ، بلکې د استراتیژي له نشتوالې سره مخ دي هغوی له دې نه دې خبر چې مونږ ولې او د څه په خاطر په افغانستان کې جنګیږو.

د افغان د چارو ټول بهرني او کورني شنونکي په دې توافق نظر دي چې له پوځي لارې د افغانستان د لانجې هواری یو ناشونی کار دی ، هرڅومره که دلته بهرني ځواکونه زیاتیږي هغومره به ورسره دلته د جګړې تعقید (پیچلتیا) ډیریږي.

خو د سپینې ماڼې چارواکي د دې حقیقت په پوهیدو سربیره بیا هم افغانستان ته مزید جنګي سرتیري او جنګي
تجهیزات رالیږي چې هغوی به دلته د افغاني مصالحو خلاف د امریکايي منافعو د تحقق لپاره کارول کیږي او په دې سره به نور هم د ډیر وخت لپاره په افغانستان کې د جګړې لمبې بلې پاتې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x