د نن سرلیکنه

نیویارک ټایمز د مذاکراتو په اړه ولي د طالبانو خلاف تبلیغات کوي؟ -سرمقاله

پرون ورځ یوځل بیا مشهورې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د طالبانو اوکرزي حکومت ترمنځ د پټو خبرو دپیلیدو رپوټ ورکړ.

ورځپاڼې د تیر په څیر یوکرت بیا یواځې د پټو خبرو دپیلیدو خبر ورکړی،نوریې په اړه هیڅ تفصیل نه لري چې خبرې چاکړې؟چیرته شوې اوپه کومو موضوعاتوشوې؟

دا لومړی وار نه دی چې امریکايي رسنۍ دطالبانو او کرزي حکومت ترمنځ د خبرو په اړه داشان بی نوم او نشانه خبر خپروي .

هغوئ مخکې هم څوکرته ورته خبرونه نشر کړي چې وروسته د طالبانو په رسمي اعلامیوکې دهغوئ تردید شوی او داشان بي مصداقیته خبرې یې د ځان په خلاف د امریکایي رسنیو تبلیغاتي پرو پاګنډه بللې.

طالبان تل د داډول مجهولو خبرو او مجهولو خبري کوونکو په اړه د خپلو رسمي چاینلونو له لارې ویلي چې هغوئ د مذاکراتو لپاره معین افراد ، معین ځای اومعین موضوعات لري ،که چیرې له هرچاسره ورباندې خبره کیږي نو د همدې خبرو جریان به یواځې دطالبانو د معینو رسمي ویاندویانو لخوا تصدیق کیږي.

دا چې امریکایان او یا دهغوئ رسنۍ د دغسي افواهاتو او بي مصداقیته خبرو له خپرولو څه هدف لري هغه ښکاره دی.

امریکایان غواړي د دغسي مکروروافواهاتو په نشرولو سره په ولس کې د طالبانو هغه موقف متضرر کړي چې دوئ د حامد کرزي له حکومت سره د خبرو په اړه نیولی دی.

طالبانو دخپلو رسمي اعلامیو په ترڅ کې تل داخبره روښانه کړې چې هغوئ کله هم په افغانستان کې د سولې په اړه له خبرو او مذاکراتو انکار نه دی کړی.

هغوئ د سوله ییزو مذاکراتو لپاره ځانګړې ځای او ځانګړې اداره ټاکلې او عملا یې په دې لاره کې اقدام کړی ،خو د هغوئ د دغه سوله ییز اقدام مخنیوی د هغه چا لخواشوی کوم چې امریکايي رسنۍ په غیرمصدقه ډول مکررا د هغوئ او دطالبانو ترمنځ د پټو مذاکراتو د ترسره کیدو اوازې خپروي.

طالبانو تل د کرزي له حکومت سره د خبرو په اړه په خپلو اعلامیوکې دا څرګنده کړې چې هغوئ د سولې په اړه له مؤثرو جهتونوسره د مؤثرو مذاکراتو ترسره کول غواړي ، او دکرزي حکومت خپله د امریکایانو په اعتراف نه مؤثر جهت دی او نه د مؤثرو خبرو د ترسره کولو واک لري .

طالبان وايي که ریښتیاهم امریکایان د حامد کرزي حکومت د افغانستان یوه مطرح او خپلواک جهت بولي نو بیاولي د امنیتي تړون په لاسلیکولوکې دهغه غوښتنواو شرائطوته اعتناء نه کوي ؟

د سولې په اړه چې د هرچا لخوا هر اقدام کیږي هغه د ستایلو وړ عمل او باید تائیدشي .

خو له سولې او سوله ییزو مذاکراتو څخه دجګړې د دوام لپاره ابزاري استفاده کول هغه کار دی چې په هیواد کې دواقعې سولې دراوستلو جریان متضرر کوي او په مجموع کې افغانان په خپل هیواد کې دسولې په تأمین بي باوره کوي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x