ادبي لیکني

«د بریالۍ وینا فن» کتاب له چاپه راووت!

د بریالۍ وینا فن کتاب له چاپه راووت. د بریالۍ وینا فن د سي. سي. این د مشهور خبریال لاري کېنګ اثر دی. ښاغلي لاري کېنګ چې د امریکا په ډېری رادیوګانو او تلویزیونو کې یې دنده تر سره کړې ده او له سي. سي. این سره د دندې ډېره اوږده تجربه لري او تقریبا ۳۰ کاله یې له دې تلویزیوني نړیوالې شبکې سره کار کړئ دی. اوس مهال د روسیې په آر ټي تلویزیون کې خپله دنده پر مخ وړي.

ښاغلي لاري کېنګ په یاد کتاب کې د وینا په اړه خپلې ګټورې تجربې راوړې دي او په هرځای هر چېرته او هر وخت کې یې د خبرو په اصولو خبرې کړې دي. او د ښه ویناوال کېدو لپاره یې ګڼ شمېر ګټورو اصولو ته اشاره کړې ده. چې ضرور به له هر لوستونکي سره مرسته وکړي. کتاب په خورا خوږه ژبه لیکل شوی دی داسې ساده ژبه یې پکې کارولې ده چې یوازې په یو ځل لوستلو سره به مو په وینا کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

یاد کتاب پښتو ژبې ته ښاغلي شبیراحمد سلیمي نړیوال ژباړلی دی. چې تاسې کولای شئ یاد کتاب له اکسوس کتابپلورنځۍ په مناسبه بیه تر لاسه کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کتاب په اړه څه نه لیکم چه انسانانو او په ځانګړی ډول مونږ افغانانو ته په څه ګټی ولری . کیدی شی څه ګټی به ولری او دا هم کیدی شی چه په افغانانو بدی اغیزی هم وکړی . هغه خلک چه د دومره اوږدو زده کړو او پخو تجربو سره سره خپل خالق نه شی په نښه کولی له ساینسی علومو غیره به د هغوی هر ډول لار ښودنی بی لیاریتوب او د استعماری ګټو په چوپړ کی به خامخا وی . کشکی زمونږ ژباړن د هغو خلکو کتابونه وژباړی چه لمړی ځان او بیا خپل خالق وپیژنی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x